لوبې

راشد خان یو ځل بیا له لاهور قلندرز سره لوبېږي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی راشد خان یو ځل بیا د پاکستان سوپر لیګ له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېږي؛ دغې لوبډلې راشد خان له ځان سره وساته او یو ځل بیابه ورسره وي.
د پاکستان سوپر لیګ
د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره ټولو لوبډلو د هغه لوبغاړو نومونه رسنیز کړ، چې دوی له ډرافټ وړاندې له ځان سره ساتلي، چې په هغې نوملړ کې لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان له ځان سره په پلاتینم کتګورۍ کې وساته. په دې کتګورۍ کې دغې لوبډلې دوه پاکستان چټک توپ اچونکي شاهین افریدی او حارث رووف هم ساتلي دي او د اتم پړاو سیالیو کې به ورسره ولوبېږي.

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

نور یی ولوله | مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

راشد خان
دا په داسې حال کې ده چې راشد خان څه موده وړاندې د خپل ټویټر اکونټ له بایو د لاهور قلندرز لوبډلې نوم لرې کړی و او داسې فکر کېده چې نور به دغه لیګ کې ونه لوبېږي خو اوس بیا ورسره یوځای شو.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ اتم پړاو به د فبرورۍ په ۱۵مه پیل شي او د لوبغاړو اخیستلو یا ډرافټ پړاو به یې د نومبر له ۱۸مه څخه تر ۲۲مه پورې ترسره شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button