لوبې

راشد خان ۹.۵ میلیونه افغانۍ مرسته راټوله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور او مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پکتیکا، خوست او پکتیا زلزله ځپلو لپاره تراوسه پورې ۹.۵ میلیونه افغانۍ مرسته راټوله کړه.

 

د راشد خان لخوا د پیسو راټولولو کمپاین آنلاین روان دی

د راشد خان له خوا د مرستې راټولولو کمپاین په انلاین بڼه روان دی، چې د نړۍ مشهورو کرکټرانو او نورو خلکو هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده.راشد خان په اوله ورځ د مرستې هدف ۴۰ زره پاونډه ټاکله و، چې ډېر ژر دغه هدف ترلاسه شو، وروسته هدف ۸۰ زره پاونډه شو، چې هغه هم پوره شو.

نور یی ولوله | د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

 

اوس تازه هدف ۱۰۰ زره پاونډه ټاکل شوی دی، چې تراوسه پورې پکې ۹۱ زره پاونډه راټول شوي دي او سل زره به هم ژر پوره شي.یعنې په انلاین بڼه تراوسه پورې نهه نیم میلیونه افغانۍ شاوخوا مرسته راټوله شوې ده او ژر به لس میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ هدف هم پوره شي.

راشد خان پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې د افغانستان له بې وزله خلکو سره مرسته وکړي

د یادولو وړ ده چې راشد خان د دې څخه وړاندې هم د افغانستان لپاره مرستې راټولې کړې دي.او نوموړي هر د عامو افغانانو لاسنیوی کړی دی.هغه همدازار په نړیولو هر وخت غږ کړی چې د افغانتسان غریب ولس مرسته وکړي تر څو دا عام ولس د کړاونو ووځي او خپل ښه ژوند پیل کړي دا هم باید یاده کړو چې نوموړي سره هر وخت د عام ولس غم وي او غواړي چې په یو ډول د افغان ولس سره مرسته وشي. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button