هنر او ادب

راکش روشن هم خپله کلیزه ولمانځله

فلم جوړونکی او اداکار راکیش روشن

نن د بالیووډ د مشهور ډایریکټر، پروډیوسر او ادکار راکیش روشن د زېږون ورځ ده، هغه خپله ۷۳مه کلیزه لمانځي. نوموړی د کرش، کرش تري، کویي مل ګیا او کهو نا پیار هی په څېر سوپر هیټ فلمونو له امله زیات شهرت لري.

راکیش روشن د ۱۹۴۹ کال د سپتمبر په ۶مه په ممبۍ کې زېږېدلی، چې د بالیووډ بریالی پروډیوسر ګڼل کېږي، هغه په لومړیو کې اداکاري کوله، خو اوس ډایریکټر دی، د هغه لومړی فلم ګهر ګهر کي کهاني و. راکیش روشن د اداکار په توګه کوم خاص شهرت نلري، نو ځکه خو یې ډایریکټري پیل کړه او په ۱۹۸۰ کې پروډکشن شرکت پرانیسته، چې اپ کې دیوانی یې ناکام ثابت شو، خو کام چور فلم یې بریالی شو.

نور یی ولوله | د سلمان خان ورو خپلې مېرمن ته طلاق ورکړ

نور یی ولوله | کابل کې د سینماګانو پرانیستل؛ ۳۷ فلمونه به نندارې ته کېښودل شي

هریتیک خپل فلمی کیریر له فلم “کاهو نه پرهی” څخه پیل کړ

نوموړی د بالیووډ د تکړه اداکار ریتیک روشن پلار دی، یعنې نن ورځ چې ریتیک کوم نوم او شهرت لري، دا ټول د هغه د پلار راکیش روشن برکت دی او ریتیک له کهو نا پیار هی فلم څخه خپل فلمي کیریر پیل کړ. له هغې وروسته دغه دواړو یعنې پلار او زوی په ګډ د کویي مل ګیا، کرش، کرش تري او قابل په څېر ښه فلمونه جوړ کړل،.

دوی اوس غواړي چې د کرش فلم لړۍ څلورم فلم هم وړاندې کړي. نوموړی هر وخت هڅه کوي چې د عامو وګړو لپاره ښه فلمونه چمتو کړي.نوموړی د ښه اکټر تر څنګ ډېر یو ښه انسام هم نوموړی چې عام وکړو سره یا خپلو مینه والو سره ګوري نو ډېېر په انداز ورسره خبرې اترې کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button