نړیوال خبرونه

رحمت الله نبیل:طالبان د سولې خپلمنځي خبرې ځنډوي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل ویلي، وسله وال طالبان په ټول توان کوشش کوي، چې د سولې پروسه ټکنۍ او نوره هم وځنډوي.هغه د دې نه وړاندې هم څو څو وارې ویلي چې طالبان سوله نه غواړي او هڅه ېېداده چې د سولې خبرې وځنډیږي،

ښاغلي نبیل د یو رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې څرګنده کړې، چې حکومت هم د سولې پروسه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او سستي کوي.هغه وايي چې دولت هم غواړي چې د سولې خبرې ناکامې شي او خپل واک وخت ېې وغزيږي او پینځه کاله پوره کړي، خو هغه دا هم وايي که د سولې خبرې کامیاب نشي نو دا به د یو نوي جنګ ته لاره هواره کړي او افغانستان به یو ځل بیا د پخوا په څېر کړي کوم کې چې د هيڅ چا هم خیر ندۍ،

نوموړی زیاتوي، طالبان هم په دې لټه کې دي چې د سولې پروسه وغځېږي او جګړه دوامداره شي.هغه وايي چې اوسمهال که دواړو لوریو د سولې غوښتونمي واۍ نو اوسه پورې باید خپلمنځي خبرې پیل وۍ او د سولې لپاره نورو جزیاتو باندې ېې خبرې هم شوې وۍ نوموړۍ وايي چې د د لوېې جرګې په اساس باید اوس پورې ټول طالب بندیان خوشې شوې وۍ ترڅو هيڅ بهانه نه وۍ پاتې،

رحمت الله نبیل د خپلو خبرو پر دوام ویلي د افغانستان په سوله کې بهرنیان مداخله کوي نو ځکه هېڅ لوری د جګړې د ختمولو او سولې د راتګ لپاره د پام وړ عملي ګام نه پورته کوي.نوموړۍ وايي چې ځیني خلک د سولې پر ځاۍ جنګ کې خپله ګټه لټوي او سوله د ځان په خیر نه بولي هغه وايي داسې خلک د ملک پر ځاۍ خپلو شخصصي ګټو ته ژمن دي،

نوموړي دا هم ویل چې په دولت کې دننه هم داسې افراد موندل کیږي چې سولې ته ژمن ندي او غواړي چې وخت ضایع کړي او سوله هم ځنډ سره مخ کړي هغه وايي که دولت او طالبان سوله غواړي نو ژر تر ژره دې بین الا فغاني مزاکرات پیل کړي او افغانستان کې نور اوز او جنګ ته لمن وهلو ته څوک نه پریږدي، نوموړي دا هم ویلي دي چې سوله قرباني غواړي او هرڅوک چې د سولې بلپاره قرباني ورنکړي نو تاریخ کې به ېې نوم ولیکل شي،

رحمت الله نبیل:طالبان د سولې خپلمنځي خبرې ځنډوي
رحمت الله نبیل:طالبان د سولې خپلمنځي خبرې ځنډوي

د یادونې وړ ده چې رحمت الله نبیل پخوانۍ د ملي امنیت ریس دۍ او نوموړۍ د ټول امنیت په لارو چارو پوهيږي هغه پخوا نه هم ډېر فعال وو او د هېواد په امنیتي برخه کې ډېرې لاست راوړنې هم لري نوموړۍ ښه تحصیل یافته سیاستوال دۍ اوپه وطن هم مین دۍ دا هم باید یاده کړو چې نوموړۍ په تېرو د ریاست جمهوري انتخاباتو کې کاندید هم وو او په ولسمشر غني او نورو حریفانو باندې به توندې نیوکې هم کولې،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button