کورني خبرونه

رسنیو باندې د طالبانو نوی محدودیتونه

 افغانستان  افغانستان

د طالبانو حکومت پر تلویزیونونو یو لړ زیات محدودیتونه وضع کړي چې له مخې به یې دا تلویزیونونه اجازت نلری  داسې سریالونه خپور کړي چې ښځینه ممثلینو په کې رول لوبولی وي. دا نوې تګلاره  د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له اړخ چمتو شوې چې د رسنیو او خبریالانو له استازو سره په غونډه

کې دوی ته ویل شوی . د دغو اصولو له مخې تلویزیونونه باید داسې ډرامې او تمثیلي پروګرامونه خپور  نه کړي چې لوبغاړې یا تمثیلوونکي یي ښځې وي  کومیډي او تفریحي پروګرامونه دې داسې نه چمتو کېږي چې چا ته  سپکاوی وشي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې محدودیتونو له مخې تلویزیونونه دې داسې ډرامې نه خپروي چې دیني شعایرو او یا هم انساني کرامت ته  سپکاوی شوی دغه رنګه  تلویزیونونو ته ویلی چې د شریعت د اصولو او د افغاني ارزښتونو خلاف څه دې نه خپروي او نه دې داسې بهرني او کورني فلمونه

دا هم ولولئ | برتانیه لومړی وزیر بورېس جانسن: له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې

 خپروي چې د پردیو کلتور افغان ټولنه کې  رواج کړي او یا ټولنه کې د بد اخلاقۍ سبب وګرځي. بله ماده کې راغلي چې تلویزیونونه دې داسې فلمونه او ویډیوګانې نه خپروي چې د نارینه عورت په کې ښکاره وي. دغه رنګه  د تلویزیونونو له ښځینه خبریالانو  غوښتل شوي چې حجاب مراعات کړي او د هغو سریالونو له خپرولو څخه دې ډډه وشي چې د نبیانو او اصحابو تمثیل په کې شوی   د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون غړی حجت الله مجددي وايي د طالبانو له اړخ تلویزیونونو لپاره دا نوې محدودیتونه د طمعی خلاف وو.

نوموړي ویلی  چې دې محدودیتونو کې داسې موارد دي چې عملي بڼه نه لري او که عملي هم شي نو تلویزیونونه به اړ شي چې خپلې دروازې وتړي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي محمد خالد حنفي دې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو له حکومت سره مرسته  وکړي او  د پردیو د منفي تبلیغاتو

څخه ونیسي. خبریالان وېره لري که د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له اړخ دا نوي محدودیتونه عملي شي ښايي یو شمېر تلویزونونه  نور نشی کولای  چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او دی ته  اړ به شي چې خپلی  خپرونې بندې کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button