لوبې خبرونه

رمیز راجا څوک دی؟

راميز راجا چې د پاکستان کرکټ بورډ لپاره د ياد هېواد د لومړي وزير عمران خان نوماند وو، په غېر رسمي بڼه د پاکستان کرکټ بورډ د ۷ غړو لخوا د درې کلونو لپاره په ياده څوکۍ ګمارل شوی دی.

۵۹ کلن راجا ۳۶م شخص دی چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر ټاکل کېږي. له دې وړاندې نجم سيتي ۳ وار او ذکا اشرف او شهريار خان دوه وار د يادې ادارې مشري کړې ده.د پي سي بي د مشر ټاکلو دغه پرېکړه د ياد بورډ د غړو: شېخ عظم سعيد، عاصم واجد جواد، عاليه ظفر، اسد علي خان، عارف سعيد، جاوېد قريشي، وسيم خان او پخپله راميز راجا تر څار لاندې وشوه.

20210913 170033

راميز راجا به د بورد د مشر په حيث د پاکستان په وخت غرمه ۱:۱۵ بجې رسنيو ته خپلې لومړۍ خبرې واوروي. چې د پاکستان کرکټ بورډ د ټولنيزو رسنيو په چېنلونو به خپرې شي.

د يادونې وړ ده چې راميز راجا د پاکستان څلورم کرکټر دی چې دغه چوکۍ نيسي. له دې وړاندې عبدالحفيظ ( ۱۹۷۲-۱۹۷۷) جاوېد ( ۱۹۹۴-۱۹۹۵) او اعجاز بټ له ( ۲۰۰۸-۲۰۱۱) کال د پي سي بي مشرې کړې ده.

بايد ووايو چې راميز راجا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۸م ټېسټ او ۱۲م د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر دی چې د ( ۱۹۸۴ او ۱۹۹۷ تر منځ يې) په ۲۵۵ نړيوالو لوبو کې يې ۸۶۷۴ منډې کړې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button