هنر او ادب

رنبیر کپور: زما مېرمن به زما د مور په څېر قرباني نه ورکوي

رنبیر کپور او عالیه بهټ به ډېر ژر مور او پلار شي

د بالیووډ فلمونو مشهوره اداکاره جوړي رنبیر کپور او عالیه بټ به ډېر ژر والدین شي، ځکه چې عالیه بټ امیندواره ده او د امیندوارۍ اعلان نوموړې څه وخت مخکې د انسټاګرام په یو پوسټ کې کړی و.

هغه خپل فلمي دنده پریږدي او د خپلو ماشومانو پالنه کوي

عالیه بټ او رنبیر کپور په داسې وخت کې د اولاد زېږولو پرېکړه کړې ده، چې عالیه بټ د هندي سینما د لومړي صف اداکاره ده او پرلپسې کامیاب فلمونه وړاندې کوي، د دې ترڅنګ هغې لومړی ځل په یو هالیووډ فلم کې هم کار وکړ. د امیندوارۍ د اعلان وروسته د عالیه بټ په اړه داسې خبرونه خپرېږي، چې اوس به هغه څه کوي، خپل فلمي کیریر به پرېږدي او خپل اولاد ته به پام کوي، که نه دواړه کارونه به روان ساتي

نور یی ولوله | شاه رخ خان: زما ښځه زما نه زیات د سنجی دت او عامر خان اداکاري خوښوي

نور یی ولوله | شاه رخ خان: زما ښځه زما نه زیات د سنجی دت او عامر خان اداکاري خوښوي

په همدې لړ کې رنبیر کپور له بي بي سي سره په خپله یوه مرکه کې ویلي دي، چې اولاد دوی ته د خدای یوه ډالۍ ده او دوی په دې ښه پوهېږي، چې د اولاد له پېدا کېدو وروسته به د دوی په ژوند کې ډېر بدلون راشي. خو هغه دا خبره بیا ځلې تکرار کړه، چې د هغه مور نیتو کپور د هغه د پېدا کېدو پر مهال کومه قرباني ورکړې وه، هغه به د ده د اولاد په پېدا کېدو د ده مېرمن (عالیه بټ) نه ورکوي.

نوموړي وویل، چې زما مور زما له پېدا کېدو وروسته په فلمونو کې کار پرېښی و، خو عالیه بټ به داسې نه کوي او هغه به خپل کار ته دوام ورکوي، موږ به په ګډه د خپل اولاد روزنه او پالنه کوو او همدا راز خپل فلمونه کارونه به هم مخ ته وړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button