هنر او ادب

شاه رخ خان: زما ښځه زما نه زیات د سنجی دت او عامر خان اداکاري خوښوي

گوري خان د هغه په ​​پرتله د سنجي دت او عامر خان اداکارۍ ډیر خوښوي

د بالیووډ فلمونو مشهور اداکاره شاه رخ خان یوه پخوانۍ ویډیو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې پکې هغه وايي، چې مېرمن یې ګوري خان د هغه نه زیات د سنجی دت او عامر خان اداکاري خوښوي.

دا ویډیو د هند د مشهور خبریال رجت شرما د خپرونې (آپ کي عدالت) څخه اخیستل شوی دی، چې خلکو پکې له شاه رخ خان نه پوښتنې کولې. همدا راز رجت شرما هم له هغه نه پوښتنې کوي. رجت شرما په خپرونه کې شاه رخ خان ته ووایي: ((ما یو ځای ستاسې د مېرمنې یو خبر اورېدلی و، چې هغه پکې وايي، چې ستا نه یې د سنجی دت او عامر خان اداکاري زیاته خوښېږي.))

شاه رخ خان وايي: هغه فکر کوي چې زه ډېر کار کوم

شاه رخ خان ورته په خندا کې ځواب ورکوي او ورته وايي: ((زما د مېرمنې د سنجی دت او عامر خان اداکاري ډېره خوښه ده، هغه فکر کوي، چې زه اوور ایکټینګ کوم، د اداکارۍ په وخت کې ډېر زیات پښې او لاسونه خوځوم.))

نور یی ولوله | سلمان خان هم طلایي ویزه ترلاسه کړه

نور یی ولوله | سعودي عربستان په لومړي ځل د اروپايي فلمي فیسټیوال کوربه توب کوي

یو کس په همدغه پروګرام کې له شاه رخ خان نه پوښتنه کوي، چې د ثبت پر مهال اته یا لس ځله ګوري خان ته زنګونه کوې، ایا له هغه ډارېږې؟

نو شاه رخ خان ورته په ځواب کې وايي، چې د زنګ کولو یې له ډار سره څه؟ هغه مې یادېږي نو ځکه ورته زنګونه وهم.نوموړی په ډېرو موردو کې د خپلې مېرمن صفت کړی او ویلي دی چې دی ورسره خوشاله ژوند تېروي.او هر وخت هڅه کوي چې خوشاله ېې وساتي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button