روزا اوتونبایوا: پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه به ناوړه پایلې ولري

اړوند خبرونه:
ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی
امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه به اوږدمهاله ناوړه پایلې ولري.
اغلې اوتونبایوا خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو اوسني محدودیتونه نه یوازې د دوی پر ژوند منفي اغیزه کوي، بلکې د هېواد راتلونکي لپاره اوږدمهاله پایلې هم لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د (سهشنبه، د سلواغې ۳۰مه ) په خپله فیسبوکپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره مهمې او رغنده خبرېاترې کړې دي.
هغې ټینګار وکړ چې د زدهکړې، کار او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي محدودیتونو نه یوازې د ښځو ژوند ستونزمن کړی دی، بلکې په ټوله کې یې د افغان ټولنې لپاره منفي او اوږدمهاله پایلې هم لرلې دي.
د ملګرو ملتونو استازي د زیاتې ښکېلتیا او سمدستي عملي اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د وضعیت د ښه کولو لپاره باید مشخص او اغیزمن اقدامات وشي.
په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، په ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. زیاترو نړیوالو سازمانونو او هیوادونو دا محدودیتونه غندلي دي او د ښځو د تعلیم او کار بیرته راستنیدو په اړتیا یې ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې، د اسلامي همکاریو سازمان هم په وار وار په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.