نړیوال خبرونه

روزمري ډیکارلو: د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اصولي تعامل باید ترسره شي

د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمري ډیکارلو وايي، له افغانانو سره د مرستو لپاره باید اصولي تعامل وشي

له دغه تعامل د روزمري موخه له طالبانو سره د نړیوالو بنسټونو او نورو هېوادونو ډیپلوماټیکې اړیکې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري ډیکارلو، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته پر خپل اېکس ‘ټوېټر’ لیکلي چې “د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.

د لومړي ځل لپاره دا ډول غونډه

دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ دا ډول مخامخ غونډه کېږي. په ډېرو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو او موږ یې له قطر نه د ملاتړ منندوی یو.”

په ورته وخت کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیستغونډه کې له ګډون وروسته ویلي د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبت او امنیت ټینګول دي.‌

نور ولولئ: هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

نور ولولئ:  ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نوموړي دا هم ویلي قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړي، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حل‌لاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشي.

afghan (7)
طالبانو او ملګرو ملتونو د افغان نجونو حقوق هېر کړي دي.

نن ورځ د غونډې وروستۍ ورځ او د هغې اجنډا

ټاکل شوې د غونډې پر دویمه ورځ چې نن دوشنبه ده، پر دوو اساسي موضوعاتو خبرې او بحثونه وشي:

یوه پکې د خصوصي سکټور پیاوړي کول دي او دا چې له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو کې موجوده ستونزې څنګه هوارې او له خصوصي سکتور سره مرسته وشي چې د تجارت او پانګونې لپاره اسانتیاوې ورته برابرې شي.

په دې غونډه کې به د نړیوال بانک استازی هم وینا کوي او طالبان به هم افغانستان ته ورپې‍ښې بانکي او اقتصادي ستونزې بیانوي او د حل غوښتنه به یې کېږي.

ورپسې به له غرمې لږ مخکې د نشه‌يي‌ توکو پرضد د مبارزې په اړه خبرې وشي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پرضد د ادارې یا یو‌اېن‌او‌ډي‌سي استازی هم وینا کوي او طالبان به هم لکه تېره ورځ یې چې د پلاوي مشر او حکومتي ویاند ذبیح الله ویاند یادونه وکړه چې د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر ځای له بزګرانو سره د مرستې او په نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.

د دوحې دریمه غونډه نن رسماً پای ته رسېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button