سیمه ییز خبرونه

روسیه: افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ مرکز دی

د روسیې دفاع وزیر ویلي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو د ناامنه کولو مرکز دی

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف داسې مهال دغه خبره کوي چې څو ځلې تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له ودې ویره ښوولي وه.

اندري بلوسوف چې په دې وروستیو کې د ولادیمیر پوتین له خوا د روسیې د دفاع د وزیر په توګه ټاکل شوی، د تاجکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د امنیتي تدابیرو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

هغه افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او ویې ویل: «موږ د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو.»

afghan (43)

د پولو غښتلي کول

د روسیې نوي دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت ته په کتو له تاجکستان او سیمې سره د دغه هېواد د پولو امنیت پیاوړي کولو ته اړتیا لري.

د روسیې د دولتي خبري اژانس ریانووستي د راپور له مخې، اندري بلوسوف دغه څرګندونې نن د تاجکستان له دفاع وزیر او په الماتا کې د ګډ امنیتي تړون د سازمان د وزیرانو د شورا په غونډه کې وکړې.

د روسیې د دفاع وزیر ویلي، څو افراطي ډلې په افغانستان کې ځای پر ځای شوې او په ګاونډیو جمهوریتونو کې یې د خپلو افکارو ترویج ته زور ورکړی دی.

د روسیې نوي دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې له هېواده بهر د ترهګرو ډلو د خپرېدو احتمال په ډېرېدو دی.

نور ولولئ: د هرات په نوم امنتیتي کنفرانس که د یو شمېر معتصبینو بانډ

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه: «دا ټول د سیمې د وضعیت د ثبات لپاره دوامداره څارنې او پر وخت اقداماتو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله.»

د روسیې د دفاع نوی وزیر په سیمه کې د روسیې او تاجکستان د پوځی پرسونل د یووالي او د جنګی چمتووالي په زیاتولو ټینګار وکړ.

پولې ته نږدې پوځي تمرینونه

نوموړی په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱ قول اردو اډې ته اشاره کوی، چې په تېرو څو کلونو کې یې له تاجکستان او نورو هېوادونو سره د افغانستان په پوله کې څو پوځی تمرینونه کړي دي.

اندري بلوسوف وویل: “مهمه مسله دا ده چې موږ اوس په لومړۍ کرښه کې یو، په جنوبي سرحدونو کې وضعیت خورا ستونزمن دی.” سربېره پر دې، په افغانستان کې حالات او تمایلات مخ په خرابېدو دي، موږ یې څارو، پوهېږو چې څنګه ورسره کار وکړو، خو دا ټول زموږ پام ته اړتیا لري، زموږ یووالی او جګړه ییز چمتووالی زیاتېږي.”

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې تاجک چارواکو هم په سیمه ییزو ناستو کې څو څو ځله د افغانستان په شاوخوا کې د “امنیتي کمربند” جوړول اړین ګڼلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button