افغانستانسیمه

روسیه: ا.ا به امریکا ته اجازه ورنکړي چې د بګرام اډې ته بېرته راشي

اړوند خبرونه:

د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې ا.ا به امریکا ته اجازه ورنکړي چې د بګرام اډې ته بېرته راشي.

کابلوف وویل: “د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سرګي لاوروف سره د دوه اړخیزو خبرو اترو په جریان کې په کلکه وویل چې افغان حکومت به په خپله خاوره (افغانستان) کې د هېڅ بهرني اډې د جوړولو اجازه ورنکړي. په دې کې د بګرام هوایی اډه هم شامله ده.”

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ افغانستان ته ګواښ کړی و چې که د بګرام امریکا ته د سپارلو څخه انکار وکړي نو “جدي” پایلې به ولري. هغه وویل چې هغه تمه لري چې هوایی اډه به سمدلاسه وسپارل شي.

متقي وویل چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې میشتې نه دي؛ دوی له افغانستان څخه بهر میشتې دي او ا.ا د دوی د له منځه وړلو لپاره د نورو هېوادونو همکاري غواړي.

مسکو: افغانستان او ګاونډ په هېڅ بهانه د بهرنیو ځواکونو حضور نه شو منلی

هغه دا هم زیاته کړه: “د خپل څلور کلن واکمنۍ په موده کې، ا.ا هېڅ داسې پیښې ته اجازه نه ده ورکړې چې د سیمې د هېوادونو امنیت ګواښي.”

د نوموړي په وینا د مسکو فارمټ مشورتي غونډه د سیمې د هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې یو بل ته غوږ ونیسي او د همکارۍ ساحې رامنځته کړي.

دا هم ولولئ:  طالبانو سیاسي شنونکی او د پوهنتون استاد نجیب الله جامع نیولی

متقي د روسیې څخه مننه وکړه چې د ا.ا په رسمیت یې وپېژندله او خپل پلاوي ته یې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې د بشپړ غړي په توګه د ګډون بلنه ورکړه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button