نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

د روسیې اړوند واګنر وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین وايي‌ د دغه هېواد بیرغ یې د اوکراین باخموت ښار کې راځړولی دی

ښاغلي پریګوژین په یوه ویډیويي پیغام کې چې تېره شپه خپور شو وویل چې باخموت اوس له حقوقي اړخه د روسیې په کنټرول کې دی.

نوموړی په دې ویډیو کې وايي روسي پوځي بلاګر ولادلین تاتارسکي ته په درناوي چې یکشنبه د سنټ پیټرزبورګ ښار یوه خوړنځي کې په چاودنه کې ووژل شو د هغه نوم پر دغه بیرغ لیکل شوی دی.

خو هغه په دې ویډیو کې دا هم منلې چې اوکرایني ځواکونه لا هم د دغه ښار لویدیزو څنډو کې مقاومت کوي.

اوکرایني چارواکي بیا دا ادعا په زغرده ردوي او وايي چې پوځ یې تر اوسه پر باخموت واکمن دی.

باخموت د اوکراین ختیځ کې پروت دی او روسیه یې له څو میاشتو راهیسې د نیولو لپاره خونړۍ جګړه کوي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي:”دښمن پر باخموت خپل بریدونه نه دي درولي. خو اوکرایني مدافعانو په زړورتیا سره ښار ساتلی او د دښمن ګڼ بریدونه یې شنډ کړي دي.”

د جګړې مطالعاتو موسسې د تجزیې او شننې له مخې تر یکشنبې د باخموت ستره برخه د اوکرایني ځواکونو په ولکه وه

په دغه تحلیل کې دا هم راغلي چې روسي ځواکونه هڅه کوي دا ښار د ختیځ او سویل له خواو کلابند کړي.‌

د دې موسسې په وینا د باخموت ښاروالۍ او ښاري شورا ودانۍ د دغه ښار د ختیځ هغې برخه کې دي چې روسیې یې په دې وروستیو کې د نیولو ادعا کړې.

واګنر شخصي امنیتي شرکت د باخموت نیولو لپاره جګړه کې درانه زیانونه ګاللي.‌

د واګنر اکثریت غړي هغه بندیان دي‌ چې د روسیې له زندانونو راخوشې او د دې ډلې د وسله والو شمېر لوړولو لپاره ګومارل شوي.

د باخموت ښار جګړه کې د روسیې او اوکراین دواړو زرګونه پوځیان وژل شوي خو اټکل دا دی چې د روسیې اړخ مرګژوبله د اوکراین په پرتله څو برابره لوړه ده

دغه ښار کوم ځانګړی ستراتېژیک اهمیت نه لري خو اوکراین ورته د روسیې د پوځي تجهیزاتو او بشري ځواک وچولو لپاره د مهم مرکز په سترګه ګوري.

د روسیې پوځي قوماندانان بیا هیله لري چې د باخموت نیول به ورته د نورو پرمختګونو دروازه پرانیزي.

د بریتانیا دفاع وزارت په ډسمبر میاشت کې ویلي وو چې د دغه ښار نیول روسیې ته تر ډېره دا فرصت ورکوي چې د کراماتورڅک او سلوویانڅک په څېر سترې ښاري سیمې وګواښي.

نور ولولئ: روسیې ته د امنیت شورا مشرۍ سپارل کېدو اوکراین غوسه کړی

د روسیې اړوند واګنر ډله داسې مهال باخموت کې د دغه پرمختګ ادعا کوي‌ چې ټاکل شوې اوکرایني ځواکونه په راتلونکو اوونیو کې له روسیې د اشغال کړو سیمو بېرته نیولو لپاره نوي عملیات پیل کړي.‌

اټکل دا دی چې دغه عملیات به اوکراین ته د لویدیځ لخوا د تازه تجهیزاتو له رسېدو وروسته پیل شي.

په دغو تجهیزاتو کې د جرمني لیوپارډ او د بریتانیا چلېنجر ټانکونه هم شامل دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button