
اړوند خبر:
روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي
د روسیې د باندنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی
د روسیې او د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونه وايي چې مسکو د اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژني.
د روسیې د باندنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې راغلي:
«د جولای په ۳مه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، آندری یوریوویچ رودینکو، د افغانستان د اسلامي امارت نوي ټاکل شوي سفیر، ګل حسن حسن، باورلیک ومانه.»
د دې بیان په دوام کې ویل شوي: «موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمي پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اغېزمنو دوه اړخیزو همکاریو پرمختګ ته نوی تحرک ورکړي. موږ د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د همکارۍ پراخ امکانات وینو، په ځانګړي ډول د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پروژو په برخو کې.
موږ به له کابل سره د سیمهییز امنیت د پیاوړتیا او د ترهګرۍ او مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته روانه وساتو.
له دې سره هممهاله د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د امیرخان متقي کتنې ته په اشاره لیکلي: «د روسیې سفیر په دې ملاقات کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ یې د روسیې فدراسیون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.»
په دې اساس، روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژني.