نړیوال خبرونه

روسیه: د مسکو غونډه به موثره وي

روسیه: د مسکو غونډه به موثره وي.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، تمه لري‌ چې د مسکو درې ورځنی کنفرانس به په افغانستان کې د سولې له تامین او د جګړې د شدت له کمېدو سره کومک وکړی او دا به ډېر موثره هم وي.

د دغه هېوادد بهرنیو چارو وزارت ویانده اغلې ماریا زاخاروا وایي، د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو درې ورځنی کنفرانس جوړېږي، چې د طالبانو او حکومت تر څنګ د چین، قطر، پاکستان او امریکا استازي هم ورته بلل شوي او د ملي مصالحې عالي شورا د رییس او پخواني حکومت مشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي مشران هم‌ ښایي ګډون پکې وکړي.

هغې ویلي چې یاده ناسته به درې ورځې دوام وکړي او په دې موخه رابلل شوې، چې د افغانستان د سولې پروسې له پرمختګ سره مرسته وکړي او په یاد هیواد کې د جګړې د شدت کچه راکمه شي.د زاخاروا په خبره، تر درې ورځني کنفرانس وروسته به د ټولو لورو یوه ګډه اعلامیه هم‌ خپره شي.

img 20210311 163232

روسیې داسې وخت کې د افغان سولې په اړه ناسته جوړوي، چې په قطر کې د افغان سولې خبرې له بن بست سره مخ شوې ښکاري او تر څنګ یې د بهرنیو ‌پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا مبهم دریځ د دوحې توافقنامه له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې.امریکا وایي، د دوحې ناستو پایله نه ده ورکړې او غوره به دا وي چې په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، تر څو د سولې موضوع پایله ولري.

حکومت لا هم په دې ناسته کې د ګډون او یا نه ګډون پرېکړه له رسنیو سره نه ده شریکه کړې. خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، مشورې یې روانې کړې دي او ژر به یې په اړه خپل دریځ اعلان کړي.بلخوا بیا روسیې ځینو سیاسي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې.او ډېر ژر به نورو پاتې مشرانو ته بلنه ورولیږدوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button