
اړوند خبر:
د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟
طالبانو افغانستان کې د قزاقستان د پانګهونې له لېوالتیا خبر ورکړی
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو به له کابل سره ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارت تر کچې لوړې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون چهاشنبه، غویي ۳مه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو له رژیم سره به ډیپلوماټیک ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
مسکو دغه پرېکړه داسې مهال وکړه چې له دې وړاندې د روسیې سترې محکمې طالبان د تروریزم له تور لېسته وویستل.
خپره شوي خبرپاڼه د روسیې د اقتصاد لپاره طالبان تر ټولو غوره ټاکنه بولي.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په کابل کې حاکم طالبان او ددوی حاکمیت یو واقعیت بللی دی.
نوموړی وايي: ” په کابل کې حاکم طالبان له ایډیالوژیک له نظره نه بلکې د حاکمې ډلې واقعیت په توګه باید ومنل شي.”
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د طالبانو له لوړپوړي، نفوذي شخصیت او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره هم کتلي دي.