Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

د روسیې سفیر وايي، پر طالبانو د روسیې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې روانې دي

روسیه په ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو کې د طالبانو ښکاره ملاتړ کوي. دغه هېواد هڅه کوي چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې او دارنګه یې د ترهګرو له لېست وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا د دوشنبې په ورځ پر طالبانو د روسیې د بندیزونو لرې کېدو احتمال ته اشاره وکړه.

هغه وویل که څه هم د بندیزونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو لپاره کره وخت نشته، «خو په دې اړه مې خبرې اوریدلې دي.»

طالبان او د دوحې غونډه

د یکشنبې په ورځ د دوحې په درېیمه ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو، د پنځو نړیوالو سازمانونو او طالب استازو ګډون کړی وو.

طالبانو په دغه ناسته کې د بندیزونو د لرې کولو، له خصوصي سکټور سره د هیوادونو د مرستو او په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې غوښتنې وکړې.

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

نور ولولئ:  مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

روسیې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د ډېرو هېوادونو په څېر پر طالبانو بندیزونه لګولي دي. مسکو له طالبانو سره د خپلو تودو اړیکو سره سره، دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه نه ده ایستلې، خو ژمنه یې کړې ده چې دا کار به کوي.

afghan (84)
طالبان

پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو لرې کول

د فرانس پریس اژانس په وینا، نیبنزیا د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: «په دې اړه چې موږ د دوی په وړاندې د روسیې د بندیزونو لرې له کولو څخه څومره لرې یو، زه نه شم کولی کره ځواب درکړم، خو ما په دې اړه خبرې اوریدلې دي.»

نوموړي د جګپوړو روسي چارواکو هغه څرګندونې تکرار کړې، چې ګواکې طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د دغه هېواد واک یې په لاس کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري میاشتې په لومړیو کې د ټاس دولتي خبري اژانس ته ویلي و چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

کله چې مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو خبره راپورته کړه، نو امریکا د روسیې دغه اقدام ته غبرګون وښود، خو روسیه وايي، طالبان به ژر د ترهګرو له تور لېست لرې کړي او دغه بندیزونه به پای ته ورسېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button