سیمه

روسیه: نوی ډهلی او اسلام اباد باید روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي

اړوند خبرونه:

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ پراخېدو په دوام، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګئي لاوروف» د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر دیپلوماتیکو لارو چارو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې دوی باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې له پاکستاني سیال «اسحاق ډار» سره په تلفون کړې دي.

په دې تلفوني خبرو کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار یو وار بیا پر پاکستاني حکومت د هند تورونه بې اساسه بللي او ادعا یې کړې چې «پاکستان په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرداری هم ورکړی چې که هند پوځي اقدام وکړي، پر پاکستان له خپلې خاورې دفاع حتمي ده.

د پاکستان او هند ترمنځ وروستی کړکېچ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له هغه خونړي برید وروسته پراخ شوی چې ۲۴ کسان پکې ووژل شول. هند له دغه برید وروسته په لومړي اقدام کې د ټولو پاکستاني وګړو پر ایستلو ټینګار کړی.

د ویلو ده چې د دغو دواړو هېوادونو په ځینو سرحدي سیمو کې د نښتې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button