نړۍ خبرونه

روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې داعش او القاعده پالي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت امریکا د افغانستان پر ناامنه کولو، د داعش او القاعدې په پاللو تورنه کړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په تاجیکستان کې د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې ته د خپل سفر په ترڅ کې پر واشنګټن یو ځل بیا ځینې تورونه تکرار کړل او نیوکې یې وکړې چې ګني امریکا لا هم افغانستان ارام نه پرېږدي.

نوموړي وویل: دا په یقیني ډول روښانه ده چې متحده ایالات په فعاله توګه د داعش، القاعده او په هغو پورې اړوندو نورو تروریستي جوړښتونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې پاتې کیږي، ترڅو په دغه هیواد کې حالات ارام نه شي.

د روسیې له نظره په سیمه کې د امریکا موخه

د روسیې د ډیپلوماټیکې دستګاه رهبري کوونکي ادعا وکړه، چې د امریکایی چارواکو عمده لومړیتوب په سیمه کې د ثبات کمزوري کول دي.

نور ولولئ: امریکا روسیه ته د افغانستان پرسرخبردارۍ ورکړۍ

د شننونکو په باور روسیه له دې ویره لري چې امریکا د یادو ډلو پر مټ د منځني ختیځ هېوادونه ناامنه کړي او د اوکراین په څېر له دې ځایه هم روسیې ته سرخوږی پیدا کړي. دا څووم ځل دی چې روسیه دا ډول څرګندونې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر اوسه په دې اړه د کوم سند یا مشخصې موضوع یادونه ونه کړه.

داسې اندېښنه پرله پسې تکرارېږي

روسیې مخکې بار، بار دا ډول تورونه پر امریکا متحده ایالاتو ورته تورونه لګولي، خو امریکایي چارواکو رد کړي دي.

څه موده مخکې په تاجیکستان کې د امریکا سفیر مانویل میکلر وویل، امریکا د طالبانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې لارې نه مني او په افغانستان کې یې ټولو لورو ته د خبرو بلنه ورکړې. بل لورته څه موده وړاندې د تاجکستان دولت له افغانستان سره پر ګډه پوله هم نوي پوستې جوړې کړې او ویې ویل چې موږ د ترهګرو له را اوښتو مخنیوی کوو. شنونکې وایې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په امنیتي لحاظ اندېښمن دي او ویرېږي چې له افغانستان څخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو له لوري د دوی اوسنی ډاډمن امنیت ونه ګواښل شي او دغو هېوادونو ته د نا امنۍ ګواښ پېښ نه شي چې تاجکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو څو ځله اندېښنه هم ښودلي ده.

دا هغه اندېښنې دي چې د روسیې او منځني ختیځ هېوادونو له لوري په بار، بار راپورته کېږي او رسنیزې کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button