روسیه: که اوکراین سوله غواړي، باید د لویدیځ پوځي اډې بندې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که چېرې اوکراین سوله غواړي، باید د لویدیځ پوځي اډې بندې کړي
اوکراین که د جګړې په اور کې سوځي، نو لوی لامل یې امریکا او غربي هېوادونه دي، ځکه هغوی اوکراین د روسیې په مقابل کې درولی او د هر ډول پرمختللو وسلو او نورې مرستې ورسره کوي.
اوکراین هڅه کوي چې د ناټو سازمان له غړو هېوادونو په کتار کې ځان راولي، خو مسکو بیا دا نه مني چې د ناټو سازمان یې تر پولو پورې ورسېږي.
تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې که اوکراین د سولې غوښتونکی دی، نو ناټو سره دې د یو ځای کېدو پلان پرېږدي، د لوېدیځ پوځي اډې دې بندې کړي او بهرنیو ځواکونو پورې اړوند پوځي تمرینونه دې پای ته ورسوي.
مسکو سوله ییز حل ته ترجیح ورکوي
لاوروف پنجشنبه د ډېسمبر پر ۵مه له یو امریکايي خبریال ټاکر کارلسون سره په مرکه کې ویلي چې مسکو د اوکراین په شاوخوا کې هر ډول تحول او پېښو ته چمتو دی، خو د خپلو امنیتي ګټو ته په کتو د دې مسئلې سولهییز حل ته ترجیح ورکوي.
د هغه په وینا، روسیه پر دغه باور نه ده چې د اوکراین کړکېچ حل یوازې د مسکو او واشنګټن په لاس کې دی.
نور ولولئ: روسیه: د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو مو بریدونه پیل کړل
نور ولولئ: ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي
هغه زیاته کړې چې روسیه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرخلاف، هېڅکله په دغه هیواد کې د «خلکو د وژل کېدو» اراده نه لري.
بل خوا لاوروف زیاته کړې چې د اوکراین متحدان باید په کړکېچ کې د مسکو له خوا د «هایپرسونیک» توغندیو وروستۍ کارونه جدي وګڼي.
د ځان د دفاع لپاره د روسیې چمتوالی
هغه خبرداری ورکړی چې روسیه چمتو ده څو د ځان د دفاع لپاره «له هرې لارې» کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې روسیې د لږ تر لږه درې کلنې جګړې د دوام په لړ کې د اوکراین د دنیپرو ښار پر لور «اورشینیک» توغندی وتوغاوه.
هغه وخت د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د اوکراین له خوا برید ته د ځواب په صورت کې د دغې وسلې د کارونې ګواښ کړی و.
کارپوهان وايي، اوکراین چې له امریکا او غربي هېوادونو هر څومره پرمختللي توغندي او وسلې تر لاسه کوي، نو په همدې کچه روسیه دې ته راښکل کېږي تر څو پر اوکراین د خطرناکو وسلو کارولو ته مخه کړي.