نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

روسیې ته د امنیت شورا مشرۍ سپارل کېدو اوکراین غوسه کړی

روسیې په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري ترلاسه کړه چې پر اوکراین یې وسله وال یرغل کړی

دا په دې مانا چې امنیت شورا به د یو داسې هېواد لخوا رهبري کېږي چې د ولسمشر خلاف یې د جنګي جرمونو په تور د نیول کېدو نړیوال حکم هم صادر شوی.

د ولادیمیر پوتین د نیول کېدو حکم تېره میاشت د جرمنو نړیوالې محکمې صادر کړ خو دغه محکمه د ملګرو ملتونو اړونده نه ده.‌

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې هر یو یې په نوبت سره یوه میاشت ریاست پر غاړه اخلي.

روسیې چې کله د تېر کال فبرورۍ کې د دې شورا مشري کوله نو پر اوکراین یې یرغل وکړ.‌

اوس دا مشري داسې مهال ورسپارل شوې چې اوکراین د دې شورا له غړو غوښتل چې د دې کار مخه ونیسي.‌

خو روسیه د امریکا، چین، بریتانیا او فرانسې ترڅنګ د امنیت شورا دایمي غړې ده

امریکا ویلي چې د اوکراین له شکایت سره سره روسیې ته د دې شورا د ریاست سپارل کېدو مخه نه شي نیولی.

د امنیت شورا د مشرۍ رول تر ډېره پروسیجري بڼه لري خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نېبېزیا تاس خبري اژانس ته ویلي چې په پام کې لري د وسلو د کنټرول په ګډون د بېلابېلو بحثونو څارنه وکړي.‌

نوموړي زیاته کړې چې پر “نوي نړیوال نظم” هم غږېږي چې د ده په وینا د “اوسني یو قطبي نظم” ځای به ونیسي.

بل خوا د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا بیا روسیې ته د امنیت شورا د مشرۍ سپارل تر دې دمه د اپریل فول تر ټولو ناوړه ټوکه بللې.‌

هغه ویلي دا په زغرده د دې ښودنه کوي چې د نړیوال امنیت د دغه جوړښت د فعالیت په څرنګوالي کې یو شی سم نه دی.

د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار میخایلو پودولیاک بیا دا ګام پر نړیوال قانون یو بل تېری بللی

هغه ویلي:”داسې اداره چې یرغلګره جګړه پرمخ وړي، د بشري او جرمي قانون له نورمونو سر غړوي، د ملګرو ملتونو منشور له منځه وړي او اټومي خوندیتوب ته پام نه کوي، د نړۍ د دغه مهم امنیتي ارګان مشري نشي کولی.”

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي خو لا تېر کال امنیت شورا کې د اصلاحاتو او یا یې له یوه سره د منحلېدو غوښتنه کړې وه.‌

هغه دا شورا تورنه کړې وه چې د روسي یرغل د مخنیوي لپاره د کافي ګامونو په پورته کېدو کې پاتې راغلې.

ښاغلي زېلېنسکي دا غوښتنه هم کړې وه چې له روسیې دې د دې شورا غړیتوب واخیستل شي.

خو امریکا وايي لاسونه یې تړلي او دا چې د ملګرو ملتونو منشور د امنیت شورا د یوه دایمي غړي د اېستلو اجازه نه ورکوي.

نور ولولئ: امنیت شورا د یوناما ماموریت غځولی

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوولې کارین جین بیرې روانه اوونۍ یوې خبري ناستې ته وویل “له بده مرغه، روسیه د امنیت شورا دایمي غړې ده او د دې حقیقت بدلولو لپاره کومه ممکنه نړیواله قانوني لاره چاره نشته.”

هغې زیاته کړه متحده ایالتونه پوهېږي چې مسکو به په امنیت شورا کې د خپلې څوکۍ په کارولو سره د غلطو مالوماتو خپرولو ته دوام ورکړي او دا چې په اوکراین کې به خپلې کړنې توجیه کړي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو او نجونو په معنا لرونکي حضور د م.م د امنیت شورا ټينګار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه نړیواله اداره ده چې د سولې د ټینګښت مسوولیت لري چې د پنځو دایمي غړو ترڅنګ لس غیر دایمي غړي لري.‌

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button