روسیې ته ۸۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې په ۴۱ موټرو کې ځای پر ځای وو، نیول شوي

اړوند خبرونه:
افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات
د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي
د بلاروس د ګمرک مسوولین وایي چې د روسیې خاورې ته یې د څه باندې ۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو د لیږد مخه نیولې او په دې تړاو یې یو کس نیولی دی.
د بلاروس د ګمرکونو ادارې په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې افسران یې روسیې ته د ۵۸۰ کیلوګرامه لوړو چاودېدونکو توکو د لېږد پر مخنیوي توانېدلي. د معلوماتو له مخې چې دا مواد په یو موټر کې ځای پرځای شوي وو، او یوه ۴۱ کلن موټرچلوونکي یې د لهستان – بیلاروس له پولې څخه د انتقال هڅه کوله.
د بیلاروس چارواکو دا هم ویلي چې دغه کس روسیې ته د دې بار د قاچاق هڅه کوله، خو سرحدي ځواکونو د منظمې پلټنې پرمهال د بار په اړه شکمن او بیا یې نیولي دي.
وايي، نیولشوی کس قضايي ارګان ته سپارل شوی او د دې قاچاق په تړاو جدي څېړنې پيل شوې دي.
د ختیځې اروپا په سیمو کې د امنیتي کړکیچونو له پراخېدو سره هممهاله د بلاروس، روسیې او لهستان په ګډون پر سرحدونو څار جدي شوی. په تېرو څو کلونو کې د بلاروس او روسیې چارواکو د وسلو، چاودېدونکو توکو او پوځي تجهیزاتو د قاچاق د مخنیوي لپاره خپله امنیتي همکاري پراخه کړې ده.
د ویلو ده چې دا پیښه به د اروپا په ختیځو پولو کې د مشکوکو فعالیتونو په اړه نورې امنیتي اندیښنې پیدا کړي.