نړۍ

روسیې د اوکراین بیلابیلې برخې په مزایلو ویشتلې دي

اوکرایني چارواکو رسنیو ته ویلي چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د مارچ نهمه د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د انرژۍ بنسټونه او د استوګنې یو شمیر ودانۍ په راکټونو ویشتلې دي

ویل کیږي د پلازمینې کیېف په ګډون د هغه هیواد په بېلابېلو برخو کې د پنجشنبې سهار وختي لږ تر لږه د پنځو ساعتونو سره د خطر زنګونه روښانه وو. دا د تېرو دریو اوونیو راهیسې د مزایلو لومړی پراخ برید بلل شوی.

اوکرایني رسنیو ویلي دي چې هوایي او دفاعي سیستم هم د هغه هېواد په څو برخو کې فعال شوی دی.

د خارکیف والي اولي سینیهبوف ویلي دي چې پر خارکیف ښار پر شمال شرقي سیمو پنځلس بریدونه شوي او د استوګنې یو شمیر ودانۍ هم لګیدلې دي.

نوموړي‌ ویلي چې د اوکراین په دویم ستر ښار کې به د اوښتو زیانونو او مرګ‌ ژوبلې په اړه مالومات خپاره کړي، هغه زیاته کړه:”مهم بنسټونه یو ځل بیا د یرغلګرو له خوا په نښه شوي دي.”

نور ولولئ: د برتانیې پر اوکراین د یرغل په صورت کې به روسیې سختو اقتصادی پایلو سره مخ شی

د اوکراین د جنوبي سیمې اودیسه والي ماکیسیان مارچینکو هم پر اودیسه د بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د انرژۍ بنسټونه او د استوګنې کورونه په نښه شوي دي.

مارچینکو پر ټلګرام لیکلي چې پر سیمه د مزایلو پراخ برید شوی، د هغه په بیان کې راغلي:”دویمه څپه اوس امکان لري، نو ځکه ما د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل چې په سرپناوو کې واوسي.”

اسوشیټد پریس لیکي چې د پلازمینې کیېف اوسېدونکو ټوله شپه د خطر له زنګونو سره تیره کړه او د یوې لویې چاودنې غږ خلکو ته ټکان ورکړ خو تر اوسه دا معلومه نده چې پېښه چیرې شوې او کوم هدف په نښه شوی دی.

دا هم ولولئ:  د سوډان لارو او کوڅو کې د اوربند له اعلان سره- سره جګړه روانه ده

همدارنګه په شمالي ښار چیرنوهیف او غرپي لفیف او همدارنګه د دینپرو، لوټسک او ریون په ښارونو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

روسیې د تیر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې پر اوکراین د مزایلو بریدونه پیل کړي دي.

د اوکراین د بخموف ښار د سقوط احتمال

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې ممکنه ده د اوکراین په ختیځ کې د بخموف ښار به له میاشتو نښتو وروسته په راتلونکو ورځو کې د روسي ځواکونو لاس ته ولویږي.

نوموړي په داسې حال کې د دې ښار د سقوط د احتمال خبره وکړه چې د روسیې د واګنر ګروپ پوځیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او ادعا یې کړې چې د دغه صنعتي ښار ختیځې برخې یې نیولي دي.

د واګنر ګروپ مشر او د کرملن متحد یفژیني پریګازاین د چهار شنبې په ورځ د مارچ په اتمه پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې ځواکونو یې د یاد ښار ټولې ختیځې برخې نیولې دي.

دې ښار د روسیې له نظامي‌ برید مخکې ۸۰ زره نفوس درلود. د بخموف ښار جګړه په تیر یو کال کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي.

د ناټو سرمنشي هم اندیښنه څرګنده کړې

د ناټو سرمنشي په سویډن کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو د غونډې پرمهال وویل روسیه سیمې ته ډیر ځواکونه استوي څو د کیفیت کموالی د کمیت په وسیله بشپړ کړي.

د ناټو سرمنشي وویل:”موږ دا موضوع رد کولی نشو چې بخموت ښار به بالاخره په راتلونکو ورځو کې سقوط ونه‌ کړي.” خو هغه زیاته کړه چې د نوموړي ښار سقوط په دې مانا نه دی چې ګواکې د جګړې نتیجه تغیير کوي.

دا هم ولولئ:  واشنګټن قرنطین شو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي له سي‌ان‌ان خبري شبکې سره په مرکه کې هم د یاد ښار له سقوط څخه خبرداری ورکړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button