کورني خبرونه

روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

روسیې په خپل ګاونډی هیوادونو  کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو محدودیتونو غوښتنه کړې چی د روسیې د خارجه  وزارت ویلي د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې او د دې ستونزو  له منځه وړلو لپاره یواځینی  د حل لاره دوه اړخیزه او څو اړخیزه خبرې دي

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې رېبکوف ویلي چې روسیې امریکا او ناټو ته د دوه تړونونو مسودې ورکړي  نوموړي د روسیې او په ټوله کې د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو سره روان تاوتریخوالی ته په اعشارې ویلي چې د دواړو اړخونو  ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې نو ځکه د دی  خبرې پرته بله لار نشته

ښاغلی  ويلي واشنګټن او په ناټو کې یې ملګري هېوادونه باید زموږ د هېواد ضد تکراري کړنو  څخه لاس واخلي لکه له پلان پرته پوځي تمرینات، خطرناک تقابل او د الوتکو او بېړیو مانورونه .

نور یی ولوله | نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولی مشری پر غاړه واخیسته

دوی دې همدغه رنګه  د اوکرایین د تړاو  سیمو د پوځي لاندې کولو چاره بنده کړي ښاغلی زیاته کړه مونږ  وړاندیز کوو چې روسیه او امریکا دې یو بل ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د تاوتریخوالی  وړ ستونزی  دوه اړخیزه او څو اړخیزه خبرو له لوری  هوارې شي. بله مهمه خبره دا ده چې د یو بل چارو کې د نه لاس وهنې پر اصل دې ټېنګار وشي بله لاره نشته ځکه د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې باور بېخي نشته لوېدیځو هېوادونو ته د روسیې په دې وړاندیزونو کې څو بنسټیزې غوښتنې وړاندې کړې.

 له دې ډلې څخه  یو دا چې د پخواني شوروي اتحاد  غړي هېوادونه چې له ناټو سره یو ځای کېږي داسې ځایونو کې دې وسلې او ځواکونه نه ځای پر ځای کوي چې روسیې ته ګواښ وګڼل شي بله دا چې جنګي بېړیو ته به له خپل هوايی او سمندري حریم د باندې اجازه نه ورکوي.  له کومه ځایه چې ښايي دوی برید وکړي د دې غوښتنو مطلب دا کېدای شي چې ناټو به په پولنډ او یا په درې بالیټک هېوادونو کې د هېڅ ډول رول لوبولو اجازه ونه لري، او بله دا چې ناټو به په دې تړون کې د اوکرایین اوجورجیا د شاملولو له پلان څخه  لاس واخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button