نړیوال خبرونه

روس افغانستان کې د ایتلافي موقت حکومت ملاتړ اعلان کړ

روس افغانستان کې د ایتلافي موقت حکومت ملاتړ اعلان کړ.روسيې په رسمي ډول دا تاييد کړې ده چې دوی په افغانستان کې د یوه ایتلافي موقت حکومت د جوړېدو سره دوی موافق دياو ملاتړ ېې کوي.

د (Euro News) د خبر په بنیاد روسیې منلې ده چې دوی په افغانستان کې د يوه اېتلافي موقت حکومت ملاتړ کوي.روس په‌ داسې وخت کې په افغانستان کې د اېتلافي موقت حکومت څخه خپل ملاتړ تاييد کړی دی چې تمه کېږي په دې هېواد کې د بين الافغاني لورو یو لوی کنفرانس جوړ شي، په دې کنفرانس کې به افغان حکومت او نور لوری هم برخه واخلي.

روسیه کې د غونډې په اړه ټولو خواو بلنې لېږل شوې دي او ټولو لوریو دا بلنې منلې هم دي، د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي دي چې په مسکو کې د بين الافغاني خبرو غونډه به وکولی شي چې د افغانستان د سولې خبرې تېزې کړي.روسیه غواړي وړاندې له دې چې امريکايان په یوه طرفه ډول افغانستان ترک کړي بين الافغاني خبرې یوې پايلې ته ورسېږي او په دې هېواد کې د بلې جګړې مخنيوی وسي.

خو سیاسي شنونکي وايي چې روسيه په دې خبرو کې په رقابتي ډول اقدام کوي او په ډېری پرېکړو کې د افغانستان د سولې په ځاي خپل اعتبار، اغیز او رقابت ښکاره کول غواړي.تر دې دمهد روسیې دې ملاتړ ته افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د موقت حکومت خلاف سخت مخالفت ښودلی وو.

images 5 2021 03 12t132236.066 1

بلخوا طالبانو هم تراوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي، دوی ته د خليلزاد لخوا د ورکړل شوې طرحې په اړوند همدومره ويل شوي دي چې دوی دا طرحه ارزوي او وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.هېره دې نه وي چې امریکا غواړي افغانستان کې یو موقت حکومت جوړ کړي تر څو د سولې خبرې کامیاب کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button