نړیوال خبرونه

روغتیاوزارت: د کرونا ناروغۍ روغتونونود مدیریت چارې غیر دولتي ادارو ته ورکړل شوې

د کرونا روغتونونود مدیریت چارې به غیر دولتي ادارو ته ورکولکیږي  دهېواد د عامې روغتیا وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دکرونا ناروغیو روغتونونو مسؤولیت غیر دولتي بنسټونو ته ورکړل شو

صحت وزارت وایي، په تېر کې د غیر دولتي بنسټونو تر مدیریت لاندې د کووېډ١٩ ناروغۍ روغتونونو چارې بریالۍ وې او له دې کبله به د یادو روغتونونه مسؤولیتونه نور غیر دولتي ادارې مخ ته وړي.د عامې روغتیا وزارت سرپرست نن خبریالانو ته ویلي چې پرېکړه یې دحکومت، نړیوال بانک او مرستندویه بسنټونو په همغږۍ وکړهدې سره به خلکو ته د ښه خدماتو تر څنګ نور اسانتیاوې برابرې کړي.

د یاد وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي، د روغتونونو لګښت به دحکومت له بودجې او نړیوالو مرستو له لوري پرې کیږي، مدیریت به یې د غیر دولتي بنسټونو له لوري ترسره کیږي او روغتیا وزارت به یې پر چارو څار ولري.چې دې سره به دا کنترول شي چې فساد نه کيږي. د عامې روغتیا وزارت دا راز ویلي په هېواد کې د هوا په سړېدو یو ځل د کووېډ١٩ ناروغۍ د چټکې خپرېدنې ګواښ شته.یاد وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د کرونا وبا د دویمې څپې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتو یو.

بلخوا بیا سویلي کوریا وریا د روغتیایي توکو بنډل چې د کووېډ١٩ ناروغۍ د تشخیص کېټونه هم په کې شامل دي د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل، د دې بنډل بیه ٨٠٠ زره ډالر ښودل شوې ده.افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو سره د هېوادونو او نړیوالې ټولنې مرستې د سېلابونو په شان راغلې خو د نا سم مدیریت له کبله مرسته شوې پیسې ورکې او غلا شوې. او نه پرې د کووېډ١٩ ناروغۍ پر وړاندې سمه مبارزه وشوه.

ډبلیو ایچ او هم په افغانستان کې د کرونا وبا یا کوېېډ١٩ ناروغۍ د دویمې څپې د راتګ په اړه خبر ورکړۍاوس مهال کووېډ١٩ ناروغي د ټولې نړۍ لپاره یو ننګونه ده، زیات شمېر هېوادونو یې د تداوۍ او واکسین جوړولو هڅې روانې کړي دي، د امریکا، برېټانیا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو واکسین جوړ کړي دي خو تر دې دمه یې له نورو هېوادونو ته ېې نه دي لېږدولي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د کووېډ١٩ ناروغۍ ضد واکسین به په ټوله امریکا کې په نږدې راتلونکې کې کې شریککړي ، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین بیا ویلي وو، د روسیې واکسین بریالي دي او ټولو هېوادونو ته به یې پرته له پیسو مفت ورکړي

د یادونې وړ ده چې امریکا بیا په نړۍ کې د کرونا وبا یا کووېډ١٩ ناروغۍ د ډېر ځپوونکوهېوادونو له ډلې ده، او لا هم په کې د ناروغۍ او د ناروغانو د مړینې لوړ شمېر ثبتیږي.بلخوا بیا په ځینې هېوادونو کې د کرونا ناروغان م شوي دی او د بازې مریضان ېې د ریکورۍ پلو روان دي.خو بیا هم د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته شپارښتنه کړې چې احتیات دې وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button