روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د کانګو تبې د خطر خبرداری ورکړ

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو تبې د خپرېدو د خطر زیاتېدو خبرداری ورکړی.

یاد سازمان له افغانانو یې غوښتي چې، د لوی اختر په شپو ورځو کې روغتیايي تدابیر جدي ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید څاروي له روغتیايي تدابیرو سره یوځای آزاده فضا او د استوګنې له ځایونو لرې حلال شي.

بل لورته طالبانو هم له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې پاکوالي ته جدي پام وکړي او د خپلې روغتیا لپاره د قربانۍ پاتې شونې په لارو کوڅو کې ونه غورځوي.

دوی نن د اختر په لمانځه کې د ښاروالیو د ناحیو له لوري عامو خلکو ته په لیکلې بڼه دغه پیغامونه استولي وو.

د کانګو تبه خطرناکه ویروسي ناروغي ده.

دغه ناروغي له څارویو انسان او کله کله له انسانانو هم یو بل ته انتقالېدای شي.

ډاکتران وايي که دا تبه شدیده شي، د مړینې لامل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button