نړیوال خبرونه

روغتیا وزارت: د کووېډ ۱۹ناروغانو لپاره هر ولایت کې یو روغتون لرو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې د کووېډ نولس د ناروغانو د درملنې د ۳۸ روغتونو له منځه یوازې ۴ روغتونونه یې تړل شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، یو شمېر هغه روغتونونه چې تر دې وړاندې د کووېډ نولس ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي شوي وو، دمګړۍ د نورو ساري ناروغیو د درملنې لپاره ځانګړي شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«ځينې روغتونونه د اړتیا په پار د کووېډ نولس ناروغۍ دپه درملنې بدل شوي وو، خو اوس اړتیا نه ده چې د کووېډ نولس برخه له هغې استفاده وکړي، د بلګې په توګه د علي جناح له روغتونه د ساري ناروغیو لپاره استفاده کېده اوس چې د کووېډ لپاره نه کارول کېږي، بېرته د هماغو ساري ناروغیو لپاره ځانګړی شوی دی.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا دمګړۍ په کابل کې د کوویډ نولس ناورغۍ د درملنې یوازې یو روغتون فعال دی. ورته مهال د افغان جاپان روغتون (په پلازمېنه کې د کووېډ نولس ناروغۍ یوازینۍ مرکز) مسوولان پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زیاتوالي خبره کوي او وايي چې په غوايي میاشت کې څه باندې زر ته په کووېډ نولس اخته شوي دي.

نور یی ولوله | ملګري ملتونه: اسلامي امارت دې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي

په غوايي میاشت کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر چې د افغان جاپان روغتون له خوا وړاندې شوی په دې ډول دی:

مراجعه کوونکي: ۱۸۷۴ تنه

بستر شوي: ۱۱۲ تنه 

روغ شوي: ۶۷ تنه

مړه شوي: ۲۹ تنه

د افغان جاپان روغتون رییس زلمی رښتین وايي:«فعلاً د افغان جاپن روغتون کې، د کووېډ نولس ۶۵ تنه بستر دي او دا په دې معنا ده چې د کووېډ نولس ناروغان بیا زیات شوي دي او د ورځې درې تر څلور ناروغان بستر کوو.»د افغان جاپان روغتون د ICU څانګې ډاکټر نور علي هم ځرګندوي:«په دې وروستیو کې د کورونا ناروغان زیات شوي دي.» له دې سره سره عامې روغتیا وزارت وایي ، په جون میاشت کې به د کرونا واکیسن کمپاین پیل کړي او په وینا یې په دې کمپاین کې به ۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسان واکسین شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button