نړیوال خبرونه

رولاغني: نه پوهېګو قطرکېڅه معامله روانه ده

رولاغني: نه پوهېګو قطر کېڅه معامله روانه ده د افغان ولسمشر میرمن اغلې رولا غني لومړۍ میرمنې د افغان سولې په هکله تازه څرګندونې کې ویلي په دوحه روان حالت د سولې خبرو پوري یوه معامله روانه ده او نه پوهېګو چې څه پایلې به ولري.

قطر کې دخپلمنځي خبرو د پیل لپاره کوششونه روان دي خو تراوسه طالبان او دولت پر اختلافي مسایلو باندې موافق سوي نه دي اولاهم د سولې خبرې نه دي پیل سوې طالبانو ویلي د جګړو ترڅنګ به خپلو فشارونو ته دوام ورکړيرولا غني د اتلانتیک شورا سره په خبرو مجازي خبرو کې ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو ته یوې میاشتې په تیریدو سره بیا هم د افغانستان دولت نه پوهیږي چې طالبان په ریښتیا سره د څيشې طلب کوي.

اړوند خبرونه: د مذهب او دین په نوم جګړې باید دوام ونکړي

لومړی مېرمن رولا غني هم له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره د هوکړې پر ځای دي اسلام او قران بنسټ وګرځوي او بیا دي خبرې وکړيلومړي میرمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره شپه یو ځل بیا زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي وو او  د وړاندې سویو مالوماتو له مخې يې پر لوړ مهمو موضوعاتو بحثونه کړي وو.

ښاغلي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په یوه ټویټ کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او له غوښتنه يې کړې وه چې باید جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي خو لاهم د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده طالبانو له خپلو پر جګړه کولو ټینګار کړی او ویلي دي چې له هره اړخه خپلو فشارونو ته دوام ورکوي خو بلخوا بیا عام وګړي او ولس وايي چې باید نو اوربند وشي او عام عوام وژنه بنده شي ترڅو افغانان نور د په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

رولاغني: نه پوهېګو قطرکېڅه معامله روانه ده

د افغان مزاکراتي ټیم یو شمېر غړي دوه ورځې وړاندې بیرته کابل ته راغلل او پلمه يې وکړه چې کورنۍ ستونزې لري تراوسه پوري د افغاني پلاوي او طالب مرکه چي پلاوي ترمنځ د اختلافي مسایلو په هکله هوکړه نه ده شوې او لا هم نور بحثونه روان دي خو لا هم په ځینې اختلافي مسایلو باندې اختلاف په خپلو منځو کې لري او ګوشش کوي چې تر ټولو لمړی په هغه څه باندې بحث وشي کوم چې د حل وړ وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button