رژیم څه شی دی؟ صحي کم غوړ او بې بورې یا شکر خوراک

د نړۍ له صنعتي کېدو سره انسانانو ته بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا شوې. د صحي خوراک مفهوم په وروستیو کلونو کې، کله چې پروسس شوي خواړه زیات شول، راپیدا شو. ځکه پخوا به خلکو هر خوراکي توکي په خپله کرل، او د بازار تیار خواړه دومره عام نه وو. دا مدرنه ناروغۍ هماغومره چې د انسانانو ژوند ته ګواښ ده، هماغومره د روغتیایي سکتور لپاره د ډېر لګښت سبب ګرځي. په همدې خاطر، پرمختللې هېوادونه هڅه کوي چې خلکو ته د صحي خوراک په اړه معلومات وړاندې کړي، لکه په ډېرو اروپایي هېوادونو کې دا توصیه کېږي چې د ورځې پنځه ډوله سابه او میوه وخوړل شي، یا د قاب اتیا فیصده ترکارې وي. دا توصیه د ټولپوښتنو پر اساس ترسره کېږي، او د دې په اړه خورا زیات معلومات د سرویګانو له لارې ترلاسه کېدای شي.
د همدې ډول سرویګانو او معلوماتو پر بنسټ، چې د زرهاو خلکو څخه راټول شوي وو، د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۵ کال کې غوښه سرطان زا اعلان کړه. خو د سرطان نړیوالې ټولنې دا ادعا په دویمه کتګورۍ کې د پستیسایډ (لکه DDT او ګلوفوزاد) په یوه ګروپ کې اعلان کړه او په لومړي سر کې یې پروسس شوې غوښه (ساسیج او همبرګر)، تمباکو، او اسبیستوس (هغه کیمیاوي مواد چې په تعمیراتو کې کارول کېدل) راوستل. دا نتیجه د داسې ټولپوښتنو پر اساس وه چې خوراکي رژیم او د روغتیا تاریخچه سره پرتله شوې وه.
په ۱۹۵۰مو کلونو کې، د مینسوتا د پوهنتون پروفیسر انسل کیز، چې یو مخکښ فزیولوژیست، تغذیه پوه، او د عامې روغتیا ساینس پوه و، د کولیسټرول او د زړه او رګونو د ناروغیو ترمنځ د اړیکې په اړه څېړنه وکړه. د هغه “د اوو هېوادونو مطالعه” او “د کیز مساوات” دا وښوده چې غوړ یا کولیسټرول د ډېرو ناروغیو د پیل لامل کېدای شي.
کیز په خپله څېړنه کې وویل چې په هغه هېوادونو کې چې غوړ ډېر مصرفېږي، هلته د زړه او د وینې د ناروغیو کچه هم لوړه ده. دا تجربې یې په اوو هېوادونو کې د لسو کلونو په اوږدو کې ترسره کړې. د دې څېړنو پایلې خلکو ته د کم غوړ خوراک سپارښتنه کوله، خو د بورې یا قندو بازار یې تقویه کړ، چې له امله یې د کوکاکولا، انرژي څښاکونو، او د پروسس شویو خوراکونو تولید زیات شو.
خوراک او ډوډۍ د انسان د پیدایښت له وخته نه یوازې د اړتیا برخه ده، بلکې یو هویت هم دی. سیاستوال کله ناکله د خوراکي توکو سره عکسونه اخلي تر څو له ولسونو سره خپل نږدې والی وښيي. خوراک د انسان د ژوندانه پر ډېرو برخو اغېز لري، لکه د چاپېریال ساتنه، د کیمیاوي سرو کم استعمال، د کرنې پرمختګ، د خوراکي توکو ترانسپورت، او د کثافاتو کمښت.
سره له دې، د سرویګانو پر اساس، نیم خلک داسې فکر کوي چې د روغتیایي معلوماتو ډېرښت دوی ستړي کړي، او نیم نور لا هم دا نه پوهېږي چې ایا دوی سالم خوراک لري که نه. د انسان د مغز د ودې سره د حسي ادراک اهمیت هم ډېرېږي، چې موږ ته د خوراکي توکو د غوره کولو وړتیا راکوي.
په ۱۹۹۵ کال کې، دوه امریکایي ساینس پوهانو “انتویتیف ایتینګ” (حسي خوراک) مفهوم وړاندې کړ. دې څېړنې لس اصول لرل چې پر بنسټ یې انسان اړ نه دی چې رژیم ونیسي، بلکې کولی شي هر څه وخوري، خو باید د لوږې او مړښت احساس ته پام وکړي. کله چې د وینې قند کمیږي، ګهریلین هورمون ترشح کېږي، چې مغزو ته د لوږې سیګنال ورکوي. برعکس، کله چې معده ډکېږي، لپتین هورمون ترشح کېږي، چې د مړښت احساس راوړي.
په ځینو افرادو کې دا سیګنالونه سمه دنده نه ترسره کوي، لکه هغه کسان چې د وزن له زیاتوالي سره مخ دي، دوی کېدای شي د لپتین هورمون مقاومت ولري، چې له امله یې مړښت نه احساسوي. څېړنو ښودلې چې د ځینو حشراتو بدنونه هم د پروټین کمښت ته غبرګون ښيي، چې دوی ته د پروټین لرونکو خوړو لټون ته هڅوي. انسانان هم د خواږه، مالګین، ترخه، تروو، او بې مالګې ذایقې نمونې لري.
ایا موږ کولی شو چې د خوراکي رژیم ټاکلو لپاره د ذایقې پر بنسټ عمل وکړو؟ څېړنو ښودلې چې مزمن فشار (سترېس) د خوږو او غوړو خوړو اشتها ډېروي. د خوراکي صنعت کې د پروسس شویو خوړو داسې ترکیبونه کارول کېږي چې انسان تل ورته لیواله وي، لکه د انرژي څښاکونه او ډېر خواږه خواړه چې اعتیاد ورته رامنځته کوي.
بوره د صنعتي خوړو ۸۰٪ برخه تشکیلوي، چې نه یوازې د خوښۍ احساس ورکوي، بلکې د مړښت حس هم خنثی کوي. غوړ او کاربوهایډریټ لرونکي خواړه هم د مړښت حس ژر ختموي، نو بهتره ده چې د پروټین مصرف هم په پام کې ونیول شي.
انتویتیف خوراکي سیستم کې ښه والی دا دی چې ډېر تازه سابه او میوه پکې شامل وي، چې د کولمو د باکتریاو د ودې لپاره اړین مواد لري. د انسان کولمې د سطحې مساحت ۲۰۰ متره مربع دی، یعني د ټینس د میدان په اندازه. په کولمو کې ټریلیونونه باکتریاوې او نور مایکروبونه ژوند کوي، چې د معافیت، عصبي سیستم، او د هضم لپاره مهم دي.
که موږ فصلي میوې، حبوبات، او مغذي مواد وخورو، نو زموږ کولمې به روغې وي، او کله چې کولمې روغې وي، ټول بدن به روغ پاتې شي. د دې تر څنګ، د ورځې پلی تګ او فزیکي فعالیت هم روغتیا ته ګټه رسوي.
د صحي خوراک “انتویتیف میتود” وایي چې د رژیم نیولو ذهنیت رد کړئ. خپله لوږه وپېژنئ. کله چې ستاسو بدن تاسو ته ووایي چې وږی یئ، نو خواړه وخورئ، او کله چې ماړه یئ، نو خوراک ودروئ. د خوړو سره سوله وکړئ، خپله پیاوړتیا احساس کړئ، د خوراک نه پرته د احساساتو سره مقابله وکړئ، خپل بدن ته درناوی وکړئ، سپورت وکړئ، قدم ووهئ، او د خپلې روغتیا قدر وکړئ.