نړیوال خبرونه

ریاض وايي، د فلسطین خپلواک دولت د سعودي غوڅ دریځ دی

اړوند خبرونه:

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو

سعودي عربستان وايي، ددې هېواد اړیکې به تر هغو له اسرائیلو سره عادي نه شي تر څو چې فلسطین کې خپلواک دولت جوړ شوی او منل شوی نه وی.

ټرمپ ویلي چې ریاض د فلسطیني دولت غوښتنه نه لري او زیاته کړې یې ده، چې امریکا غواړي د غزې کنټرول واخلي.

په یوه حیرانوونکي اعلان کې ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د فلسطینیانو له انتقال وروسته به متحده ایالات دا جګړه ځپلې سیمې تر کنټرول لاندې راولي او اقتصادي پرمختګ به وشي.

هغه دا څرګندونې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ریاض د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو هر ډول هڅه ردوي او د فلسطین د مسالې په اړه د سعودي دریځ نه‌شي بدلیدای.

په اعلامیه کې راغلي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دا دریځ په «روښانه او څرګند ډول» بیان کړی چې هیڅ تغییر پکې نه راځي.

په ورته وخت کې، فلسطیني‌الاصلې امریکایۍ استازې رشیده طالب د ټرمپ څرګندونې نسلي تصفیه وبلله.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي دا خبرې «مسخره او بې‌ځایه» وبللې او ویې ویل چې دا ډول پلانونه کولی شي سیمه بیا اور وګرځوي.

د ترکیې، مصر او اردن، غبرګونونه هم کلک دي، ځکه هغوی د فلسطینیانو د جبري ایستلو هر ډول هڅه رد کړې.

د ټرمپ د دې څرګندونو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه زیات شوي او د استرالیا، چین، بریتانیا او نیوزیلنډ حکومتونو د دوه‌دولتي حل پر ملاتړ ټینګار کړی.

له بلې خوا د امریکا دننه د ډیموکرات سیاستوالانو پر ټرمپ سخته نیوکه کړې او د سنا غړي کریس مورفي یې څرګندونې «بد، ناروغ طنز» بللې دي.

د فلسطینیانو احتمالي بې‌ځایه کول د فلسطینیانو او عرب هېوادونو ترمنځ یوه حساسه موضوع ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button