لوبې

ریلي روسو: د پاکستان سوپر لیګ د نړۍ تر ټولو غوره لیګ دی

د سویلي افریقا لوبډلې توپ وهونکی ریلي روسو، چې د پاکستان سوپر لیګ کې له ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېږي، وایي چې پي ایس ایل د نړۍ تر ټولو غوره لیګ دی.

روسو وایي چې د پي ايس ايل دریم پړاو سیالیو کې د نورو کرکټرانو په څير هغه هم يو څه شکونه لرل، خو کله چې د لومړي ځل لپاره راغلو نو ډېر ښه احساس یې وکړ.

نوموړی وایي، زه ډېر خوشحاله یم چې د پاکستان سوپر لیګ کې په لوبېدو سره په دغه هېواد کې د کرکټ په بیا راوستلو کې مهم رول لوبوم.

روسو، په پي ایس ایل کې د خپلې لوبډلې د کارکردګۍ په اړه وویل، چې د ملتان سلطان لوبډلې ښه پیل وکړ، هیله ده چې دوام وکړي.

دغه لوبغاړی وایي چې د پي ایس ایل کرکټ معیار په زړه پوری دی، ما چې څومره لیګونه لوبولي، نو دا پکې تر ټولو غوره دی او په دې لیګ کې چې کوم چټک توپ اچونکي وینم، دا حیرانوونکې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button