لوبې

راشد خان د کراچۍ څخه مننه وکړه

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ په کراچۍ کې بشپړې شوې او له کراچۍ څخه ټولې لوبډلې اوس لاهور ته تللي دي، چې د پي ایس ایل پاتې سیالۍ به په لاهور کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان چې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه هم د خپلې لوبډلې سره یو ځای لاهور ته تللی دی.

نوموړي په انسټاګرام کې یو عکس خپور کړی دی، چې د خپلې لوبډلې نورو لوبغاړو شاهین شاه اپریدي، فخر زمان او حارث روف سره یو ځای لیدل کېږي. نوموړي د دغه عکس سره په کیپشن کې له کراچۍ څخه مننه کړې ده او لیکلي یې دي، چې نوی پړاو یې لاهور دی او د ژر لیدو خبره یې هم کړې ده.

نور یی ولوله | عظمت الله عمرزی د بنګله دېش پریمیر لیګ کې د لوبېدو په موخه دغه هېواد ته رسېدلی دی

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ هم په خپل ټویټر اکاونټ کې د ایرین هالېنډ یو عکس خپور کړی دی چې په لاس کې یې یو کاغذ دی او له کراچۍ څخه یې مننه کړې ده. تېره ورځ رحمان الله ګربز هم یو عکس خپور کړی و او لیکلي یې و، چې لاهور ته روان دي. هغه د اسلام اباد لوبډلې لپاره لوبېږي، خو په دوه لوبو کې د لوبولو وروسته هغه تراوسه پورې بله لوبه کې نه دی لوبول شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button