کورني خبرونه

رینا امیري: افغانستان کې د هر ډول ثبات لپاره د ښځو ونډه اخیستل مهم دي

رینا امیري پر اېکس پاڼه لیکلي چې په هېواد کې د هر ډول ثبات لپاره په ټولنه کې د ښځو ونډه مهمه ده

بل لورته بیا طالبانو واک په رسېدو پر ښځو د زده کړو او په ادارو کې د کار کولو بندیزونه وضع کړي. له همدې امله د طالبانو رژیم په نړیواله کچه او په کور دننه له ګڼو نیوکو سره مخامخ دي.

خو د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نورو برخو د دوام د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو په ګډون باندې ټینګار کوي او وايي چې افغان مېرمنو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

د ښځو د پیاوړي کولو په برخه کې هڅې

اغلې امیري د سه شنبې د ورځې ناوخته مارچ پنځم ( کب ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه د مارچ میاشت کې د ښځو نړیوالې ورځې د نمانځلو اهمیت ته په کتنې ویلي چې په کار دي ټول په ټولنه کې د ښځو د بشپړ ګډون د پیاوړي کیدو لپاره هلې ځلې وکړي.

rina
رینا امیري: افغانستان کې د هر ډول ثبات لپاره د ښځو ونډه اخیستل مهم دي

میرمن امیري لیکلي: ” د ښځو د تاریخي میاشتې په اوږدو کې مونږ باید بشري حقونو او په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون پیاوړی کړو، نشي کیدای چې هغوی په انزوا کې او بې اهمیته اوسي او ډیره ضروري ده چې د اقتصادي لا بې ثباتۍ، سخت دریځۍ او په افغانستان کې د جګړې د دوام مخه ونیول شي”.

نور ولولئ:  رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

نور ولولئ:  رینا امیري وايي چې طالبان بیاد د ښځو پر وړاندې ناوړه چلند ځواب ووايي

دارنګه طالبان هم ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقوق ورکړي، خو افغانان بیا له طالبانو غواړي چې د نورې اسلامي نړۍ په څېر دې ښځو او نجونو د زده کړو او کار کولو حق ورکړي.

rina2
رینا امیري: افغانستان کې د هر ډول ثبات لپاره د ښځو ونډه اخیستل مهم دي

سبا د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ

رینا امیري په داسې حال کې د ښځو د ملاتړ په اړه خپل پیغام خپروي چې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ نومول شوي ده او دغه ورځ په نړۍ کې د ښځو د بشري حقونو څخه د ملاتړ لپاره د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا ورځ د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه نمانځل کیږي.

خو د افغان ملت او د نړیوالو له غوښتنو سره، سره بیا هم طالبانو د ښځو او نجونو د زده کړو مرکزونه، نه دي پرانېستي او د کار اجازه هم نه ورکول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button