نړۍ خبرونه

رینا امیري: طالبانو ته زموږ صبر نور پای ته رسېږي

رینا امیري ویلي، چې طالبانو ته یې نور د صبر کاسه ډکه شوي ده

د افغان ښځو لپاره د د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیری په یوه پیغام کې لیکلي: “طالبانو ته زموږ د صبر کاسه په نسکورېدو ده.

اغلې امیري پر خپله ایکسپاڼه کښلي، طالبانو ته د کورني او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لاره دا ده چې د خپلو هیواد د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.

امیری دا څرګندونې د ښځو پر ضد د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون د نافذېدو په غبرګون کې کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د اندېښنو شریکول

«ما په قطر او متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د “امربالمعروف قانون” په اړه له خپلو سیالانو سره اندیښنې راپورته کړې چې د دې قانون هدف له عمومي ژوند څخه د ښځو ایستل دي. زما پیغام روښانه و: د افغانستان له خلکو څخه زموږ ملاتړ ثابت پاتې دی، خو له طالبانو سره مو صبر پای ته رسیږي. دوی ته په کورنۍ او نړیواله کچه د مشروعیت لاره د افغانانو د حقونو درناوی دی.»

هغې تر دې مخکې له هیل ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلی و چې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو هر ډول عادی کېدا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د وضعیت له ښه والي سره تړلې ده.

نور ولولئ: د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: ملګری ملتونو کې د چین سفیر: د طالب چارواکو پر سفر دې بندیزونه ختم کړی شي

دې دا هم روښانه کړه چې متحد ایالتونه به یوې نړیوالې اجماع ته د رسیدو او طالبانو ته د یو روښانه پیغام د رسولو لپاره له هرې وسیلې څخه کار واخلي.

امریکا او احمد مسعود

په وروستیو کې یو شمېر امریکايي چارواکو د طالبانو د مخالفې جبهې د مشر، احمد مسعود د مطرح کولو هڅې ډېرې کړي دي. د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس ویلي چې نوموړی به کانګریس ته وروبولي.

له بلې خوا، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، په افغانستان کې د امربالمعروف قانون د پلي کولو په اړه د لویدیځو هېوادونو د نیوکو په ځواب کې، هغوی د اسلام د دین له لارښوونو څخه بې خبره وبلل.

هغه زیاته کړه: “دا قوانین له اسلامي سرچینو څخه اخیستل شوي او د حنفي فقهې او اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوي دي.”

خو دا په داسي حال کې ده چې په دغه ډول اسلامي فقې او شریعت په درسته اسلامي نړۍ کې دیني عالمان اوملایان باور نه لري، حتي هغه پاکستاني ملایان، چې د افغان طالبانو استادي یې کړې، وايي چې د اسلام په نوم د طالبانو اقدامات، په تېره بیا د نجونو د تعلیم مخنیوی یا په کور کې د ښځو محبوسول، له اسلام سره تړاو نه لري بلکې دا د دوی (طالبانو) له خپل دود او کلتوره سرچینه اخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button