نړیوال خبرونه

زابل کې نوی جوړ شوی ښوونځۍ ګټې اخستلو ته و سپارل شو

زابل کې نوی جوړ شوی ښوونځۍ ګټې اخستلو ته و سپارل شو زابل ولایت کې د ولسي تړون یا (Citizien Charter)وايي چې دوی د زابل د مرکز په ګډون په لیري پرتو ولسوالیو کې لسګونه مکتبونه تر کار لاندې لري چې د لس بابه ښوونځیو کار يې پای ته رسیدلی او ډير ژر به ګټې اخیستنې ته ورکړل شي.

د (Citizen Charter) پر وینا چې د دې ښوونځیو  چارې بشپړې شوې او دوی يې اوس د پوهنې بهیر ته سپاري ترڅو ورڅخه په رسمي ډول په زده کړه ییزه برخه کې ترې کار واخیستل سي.د مسؤلینو په خبره دا ښونځي چې ۱۲، ۱۰، ۸، ۶، او څلور اطاقه دي د اړوند ملحقاتو اداري خونو، د اوبو منظم سیستم او تشنابونو په درلودلو سره  د پوهني ریاست ته د کارونې لپاره په واک کې ورکول کیږي.د زابل ولایت د ولسي تړون ولایتي مسؤل منیر احمد وویل چې تر دې لسو ښونځیو وړاندې پنځه او لس نور ښونځي هم د پوهني ریاست ته سپارل شوي دي.

د ښاغلي منیر پر وینا دغه ښوونځي چې د زابل په ارغنداب، شاجوۍ، شنکۍ، شهرصفا او میزانه ولسوالیو کې بشپړ شوې عملا د پوهني ریاست ته د ښه زده کړیز چاپیریال رامنځ ته کولو په پار په واک کې ورکول کیږي.د دې سیمې اوسیدونکو وايي چې پوهنې ته ژمن او غواړي چې د خپلو اولادونو راتلوونکی په پوهنه سره روښانه کړي هغوی  له ولسي تړون څخه مننه وکړه

146300121 490615832341714 4185949767094313495 n 729x430 1

خو چې په ښه کوالټي یې ورته په سیمه کې ښوونځۍ جوړې کړې دي، هغوی  د دا ډول نورو ښونځیو د رغولو او دغو ښونځیو ته د نورو امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه ولسي تړون اداره وايي چې د تیر کال را په دې خوا د دوی د پروګرام چوکاټ کې د ۵۷ ښوونځیو کار پیل شوی چې تراوسه يې د ۲۵ بابه ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوې.

او ګټې اخیستنې ته سپارل سوې او د ۳۲ نورو ښونځیو چې چارې یې د هوا د سړیدو له کبله دریدلې د هوا په تودیدو سره به یې کارونه بشپړ او دا به هم د پوهني ریاست ته وسپارل شي.زابل د افغانستان له پامه غورځیدلو ولایتونو څخه دی د لته د پوهنې بهیر سره سره روغتیا، روغونې او په ټوله کې هیڅ یوې یو سکتور کې پاملرنه نده شوې.په دغه ولایت کې امنیت هم په سمه توګه ندی تامین شوی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button