زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده
اړوند خبر:
په چین کې سخته او مرګوني زلزله؛ د مړو شمېر ۱۲۶ ته ورسېد
په ننګرهار او کنړ کې د زلزله ځپلو شمېر د هرې شیبې په تېرېدو سره لوړېږي
ننګرهار کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله لس تنه مړه او ۲۵۰ تنه ژوبل شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولانو ویلي، چې په مړو کې نهه تنه د دره نور ولسوالۍ او یو بل د ښار اړوند سیمه کې خپل ژوند بایللی دی.
د مسوولینو په وینا دغه ارقام وروستي نه دي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
ځایي مسوولان وایي، د ننګرهار په حوزوي او ټولو روغتونونو کې ځانګړی چمتووالی نیول شوی او ټول امکانات په لاره اچول شوي دي.
روغتیاپالان وایي په ټپیانو کې ځینې تر درملنې وروسته کورونه ته رخصت شول او ځينې لاهم تر درملنې لاندې دي.
کونړ ولایت:
اخوا بیا له کونړه تازه معلومات دا دي، چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام تر ۳۵۰۰ زرو ورسېده او لا هم وروستي نه دي.
سمیهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې له امله د مړو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد او ویل کېږي چې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، لاهم د یو شمېر لرو سیمو د مرګژوبلې شمېرې شریکې شوې نه دي او ښايي تلفات تر دې نور هم پورته شي.
تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.
د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت الینګار ولسوالي او د ځمکې لاندې ۲۳ کیلو مټري ښودل شوې.
په کونړ کې زلزله ځپلو سیمو ته تللې لارې هم تړلي او طالبان د چورلکو له لارې دمرستو هڅې پيل کړي.
لاهم په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.