سیمه ییز خبرونه

زلمي خلیلزاد د پاکستان او طالباني اړیکې تر وروستۍ اندازې ترینګلي بللي

زلمی خلیلزاد وايي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلي دي، له مستقیمې نښتې مخکې باید دواړه لوري خبرې پیل کړي

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې “ترينګلي” بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو ستونزو او ان مخامخ شخړې د پېښېدو خبرداری ورکوي.

زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه اوږده لیکنه کې هغو لاملونو ته اشاره کړې چې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ یې حالات دومره خراب کړي چې د هغه په ټکو که یې مخنیوی ونه شي پایلې به یې بدې وي.

اسلام اباد وروستیو ناامنیو وارخطا کړی دی

ددغه پخواني امریکایي ديپلوماټ په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي ځکه اسلام اباد په افغانستان کې طالب واکمن چې مخکې یې پالل او ملاتړ یې کاوه، له پاکستاني طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د خوندي پټنځایونو په ورکولو تورنوي.

د نوموړي په وینا ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان هغه ډله ده چې په تېر کې یې له افغان طالبانو د بهرنیو ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر ضد جګړې کې ملاتړ کړی.

نور ولولئ:د پاکستاني صدراعظم له سپکاوي ډک ټویټ؛ طالبانو یې بشري مرسته رد کړه

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

خلیلزاد وایي، افغان طالبان د پاکستان تورونه نه مني او په مقابل کې یې اسلام اباد له داعش خراسان ډلې په ملاتړ تورنوي چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو امنیتي ځواکونه او عام خلک په نښه کوي، خو پاکستان بیا په خپل وار دا تورنه ردوي.

بل خوا زلمي خلیلزاد له پاکستان څخه په زور د سلګونه زره افغانانو ایستل هم ددې کړکېچ برخه بللې.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اجباري سیاست

نوموړي د پاکستان یاده تګلاره “د افغانانو پر وړاندې د پاکستان اجباري سیاست بللی دی.”

خلیلزاد چې د امریکا له خوا له طالبانو سره د دوحې هوکړې او خبرو استازی وو وایي کابل او اسلام اباد باید خبرې اترې او هوکړې په پام کې ونیسي چې ” اجرایي ضمانتونه او میکانیزمونه ولري.”

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي په دوه اړخیزه خبرو اترو کې اړینه ده چې دواړه هېوادونه یو بل ته داسې ضمانتونه ورکړي چې خاوره به یې د یوه او بل په ضد د کومې ډلې له خوا نه کارول کېږي.

نوموړی وایي د دوحې په هوکړه کې د یوه او بل له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مستقیمه یادونه نه ده شوې او زیاتوي” همدمره خبرې پرې شوې وې چې دواړه هېوادونه به ددې جنجالي موضوع په اړه دوه اړخیزه مخامخ خبرې کوي.”

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي حالت خورا خطرناک حالت ته تللی او پر پاکستانیو نظامیانو او پوځیانو وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button