نړیوال خبرونه

زلمي خلیلزاد د پاکستان له محمد صادق سره د افغانستان-پاکستان په اړیکو خبرې کړي

زلمي خلیلزاد د پاکستان له محمد صادق سره د افغانستان-پاکستان په اړیکو خبرې کړي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمدصادق سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وشوې.

دواړه مشرانو د خپل منځي خبرو او ا فغانستان-پاکستان په اړیکو خبرې کړې.محمد صادق په همدې اړه پر ټویټر لیکلي «د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي،زلمي خلیلزاد سره مجازي کانفرانس کې د بین الافغاني خبرو اترو ته د زمینې برابرولو،د نړیوالې ټولنې د سولې له پروسې څخه ملاتړ،او سیمه ایزې اړیکېو باندې، چې دا سیمه د افغانستان-پاکستان یوه ګډ سوداګریز مرکز باندې بدله شي بحث وشو.

یاد بحث داسې مهال دي چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او داسې ښکاري چې د ناستو په طرزالعمل کې د یوه ټکي د اختلاف له امله خبرې ټکنۍ شوې او د یوې میاشتې په تېرېدو هم د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړه نه ده شوې.او نه هم کوم بل پرمختګ شوی.

پرون د دواړو لورو د تماس ډلو د «خلیلزاد په منځګړیتوب» یو ځل بیا ناسته ترسره کړې او ژمنه یې کړې چې ناستې به دوامداره ساتي او په اختلافي مواردو به د توافق هڅه کوي.که څه هم د دواړو لورو د ناستو جریان له رسنیو سره نه شریکېږي؛ خو دواړه لوري ژمنه کوي، چې په اختلافي ټکو به بحثونه کوي او هر څومره ژر چې شوني وي د یوه حل او پرمختګ هڅه به کېږي.

زلمي خلیلزاد د پاکستان له محمد صادق سره د افغانستان-پاکستان په اړیکو خبرې کړي
زلمي خلیلزاد د پاکستان له محمد صادق سره د افغانستان-پاکستان په اړیکو خبرې کړي

بلخوا د بین الافغاني مذاکراتو د رسمی پیلېدو په لاره کې ځنډ داسې مهال دی، چې امریکایي چارواکي په پرلپسې ډول له افغانستانه د عسکرو د ایستلو خبرونه ورکوي او کابل حکومت په سیمه کې د وسلو د تولیدي کمپنیو په اړه معلومات راټولوي.څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر وویل، چې د روان کال تر پایه به افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر صفر ته راټيټ کړي.او دې سره به شوي توافق باندې هم عمل وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button