نړیوال خبرونه

زلمي خلیلزاد عبدالله سره د افغان سولې په هکله خبرې شوی

د زلمي خلیلزاد عبدالله سره کابل کې لیدل کتل شوي.افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي خلیلزاد په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له ریس عبدالله عبدالله او د هغه له مرستيالانو سره ملاقات شوی دی.

افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، خلیلزاد او عبدالله د سولې خبرو کې د پرمختګ، د جګړې شدت په کمولو او د خپلمنځي خبرو د دوهم پړاو په هکله خبرې کړي دي.زلمی خلیلزاد تر دې مښکې جرمني ته هم سفر کړی وو او هلته يې له جرمن چارواکو سره د افغانستان سولې او روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو بحث کړی دی.د راپورونو پر بنسټ خلیلزاد به په دې سفر کې د جرمني او افغانستان سربېره قطر، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته هم سفر وکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په داسې مهال د سيمې مملکتونو ته سفرونه کوي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون کال پوره شو او د دې تړون پر بنسټ بايد ټول بهرني عسکر په څوارلسو مياشتو کې افغانستان پرېږدي چې اوس د دغه مهالوېش وروستۍ نېټې ته ايله دوه مياشتې پاتې دي.

fb img 1614594499873

د متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بايډن ادارې ويلي، چې دوی د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوي تړون ارزونه کوي او په لنډ وخت کې به يې پایله اعلان کړي.د چارو څارونکي وايي، چې بايډن د افغانستان په اړه د غوراوي په انتخاب کې له ستونزو سره مخ دی.

د (Foreign policy) ورځپاڼې په دې اړه خپله يوه مقاله کې ويلي، چې بايډن د افغانستان په اړه درې انتخابه لري، چې هر يو يې له ستونزو او ننګونو ډک دی.د ورځپاڼې په وينا د بايډن لپاره لومړی انتخاب دا دی، چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې پر ټاکلې نېټې ټول پوځيان له افغانستانه وباسي، نو دغه صورت کې به طالبان د واک تر لاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړي او پر جوبايډن به نيوکې زياتې شي.

بلخوا طالبان وايي، د دوحې تړون د افغانستان جګړې د ختمولو تر ټولو غوره هوکړه ده، چې بايد امريکا او متحدين يې ورته ژمن پاتې شي او که له دې تړونه سرغړونه وکړي، نو جګړه بيا د دوی وروستی مجبوريت دی.طالبانو پر ناټو او امريکا غږ کړی، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر تړون ته ژمن پاتې شي او د جګړې له غځولو نه منع شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button