سیمه

زلمی خلیلزاد: اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو کنفرانس تبلغاتي شکل لري

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي،چې پاکستان کې د نجونو د تعلیم په اړه د کنفرانس جوړېدل د افغان مېرمنو لپاره د دغه هېواد د صادقانه اندېښنو له امله نه، بلکې یو تبلیغاتي اړخ لري.

هغې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “دا روښانه ده چې دا د افغان میرمنو لپاره اندیښنه نه ده؛ بلکې طالبانو سره د روانې جګړې د یوې برخې په توګه یو تبلیغاتي اقدام دی.”

هغه زیاته کړې: ” ځینې وختونه ستاسې دښمن تاسې سره زیاته مهرباني کوي، دا یو حقیقت دی چې پر افغان نجونو د طالبانو سخت بندیزونه غیراسلامي، ملي ګټو ته زیان او د بشر له حقونو سرغړونه ده.څه وخت به پوه عناصر او افغانان د طالبانو او د کندهار د دې ناسم تصمیم پر وړاندې ودرېږي. د دې ستونزې د حل مسوولیت د افغانانو پر غاړه ده”

ټاکل شوې ده، چې د نحونو د زده کړو په اړه د اسلامي هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.

دا کنفرانس داسې مهال جوړیږي چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم او په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړې لړۍ ځنډولې ده.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button