زلمی خلیلزاد: واشنګټن باید له منځلاري طالب مشرانو د غچ اخیستو نیت ونه لري
خلیلزاد وايي، سراج حقاني، ملا برادر او ملا یعقوب مجاهد منځلاري طالبان دي او امریکا ورسره باید مناسب چلند وکړي
زلمی خلیلزاد وايي؛ له “منځلاري طالب مشرانو” لکه سراج حقاني، عبدالغني برادر او یعقوب مجاهد سره د امریکا چلند باید د راتلونکې په پام کې نیولو پر بنسټ وي. هغه واشنګټن ته مشوره ورکړې چې له دغو طالب چارواکو سره په چلند کې باید “د تېر وخت او د غچ اخیستنې لېوالتیا” تر اغېز لاندې رانشي.
خلیلزاد دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په اړه د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې وکړې. په دې راپور کې حقاني د طالبانو د مشر د تګلارو پر وړاندې د دغې ډلې یوازینی غږ بلل شوی دی.
سراج الدین حقاني او القاعده شبکه
په افغانستان کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، چې حقاني د ترهګریزو بریدونو، تښتونو او له القاعدې سره د اړیکو مخینه لري. په همدې حال کې، خلیلزاد حقاني د طالبانو د حکومت په کابینه کې د هغو نفوذ لرونکو شخصیتونو له ډلې بللی، چې “ډیر اعتدال لري او له لویدیځ سره اړیکو ته لیواله دي.”
خلیلزاد حقاني، یو “بدل شوی سړی” بللی چې کولی شي طالبان په نوي لوري رهبري کړي.
نور ولولئ: زلمی خلیلزاد: د خیبر لویه جرګه د پام وړ ګام دی
نور ولولئ: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی
خلیلزاد په خپل پیغام کې د طالبانو د حکومت د مرستیال، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په اړه ویلي: “حقاني د طالبانو په مشرانو کې یوازینی کس نه دی چې د لویدیځ په وړاندې ډیر اعتدال او ښکاره دریځ لري. ملا محمد یعقوب او ملا عبدالغني برادر له هغو کسانو څخه دي چې د نجونو او ښځو د زده کړو د محدودیت مخالفت کوي.”
له ولسمشریز نوماند ډونالډ ټرمپ پوښتنه
د امریکا پخواني سفیر د بایډن له ادارې او د ټاکنو له نوماند ډونلډ ټرمپ څخه پوښتنه کړې، چې ایا له دغو طالب مشرانو سره د امریکا چلند باید د تېر او له هغوی څخه د غچ اخیستو په نیت وي او که په راتلونکي کې د هیواد د ګټو او اهدافو پر بنسټ؟
خلیلزاد وویل، چې هغه د دویمې لارې پلوی دی. خو د خلیلزاد په وینا، امریکا باید د دغو طالب مشرانو نیت او د دوی د غوښتنو د عملي کولو وړتیا و ازمايي.
هغه زیاته کړه، چې د دې طالب چارواکو د کړنو په اړه خوشبینانه دریځ غوره کول لا له وخته ډیر مخکې دی.