زلمۍ خلیلزاد: ټول طالب بندیان باید ژرتر ژره د بنده ازاد شي
زلمۍ خلیلزاد: ټول طالب بندیان باید ژرتر ژره د بنده ازاد شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د افغانستان د سولي ځانګړي استازي خلیلزاد یو وار بیا د پاتې طالب بندیانو د ازادېدو او همدا رنګه دجنګ دوام ېې د سولي خبرو لپارهزیانمن وبلل ،
زلمي خلیلزاد د امریکا متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت په یوه غونډه کې وینا پر مهال وویل چې سوليته نېژدې شوی یو؛ خو لا هم ځیني یو څو ختډونه شته، هغه په خپلو خبرو کې د تروریزم سره د مبارزې کوششونه ، له افغانستان څخه د امریکايي فوځیانو وتل، د افغانانوخپأ منځي د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېانځ د سولې د تړون مهم عناصر وبلل، نوموړي ټينګار وکړ چې باید شته خنډونه ژر تر ژره له منځه لاړ شي او ټولې خواوې سولې لپاره سره یوشي،
د طالبانو امریکا او ترمابین د فبرورۍ په میاشت کې د تړون مهمه برخه دا وه چې افغان \دولت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به یې په بدل کې ۱۰۰۰افغان سرتېري ازادوي . افغان دولت څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي چې د پاتې شاوخوا۵۰۰ نور یې ځکه نه خوشې کوي چې جنايي نو دوسېې لري، دويي وايي دا به د نورو څېړنو سره خوشې کړي ترڅو دغه جنايي جرم لرونکي طالبان بیا جنګ ته مخه نکړي،
په هې،اد کې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پېښي تربل هروخت زیاتې شوي دي او افغان امنیتي ساتونکي هره ورځ د سرتېرو قرباني ورکوي.که مونږ اوګورو نو طالبان هره اونۍ کې یو نه یو برید کوي یو څه وخت وړاندې په کابل کې په یو د ماشومانو په روغتون باندې برید وکړ او ډېر ماشومان او میندې پکې شهیدانې شوې نو اوس وخت که اوربند ونشي دا به د سولې لپاره غټ خنډ وي،
د یادونې وړ ده چې د سولې خبرو لپاره زلمي خلیلزاد د دې نه وړاندې هم د بندیان په ژر تر ژره ازادېدو باندې ټينګار کړۍ وو، د خلیلزارد نه پرته بازې افغان سیاسیونو هم په دې خبره ټينګار کړۍ وو چې باید پاتې طالب بندیان خوشې شي دغه سیاسینو ویل چې باید بین الافغاني خبرې هم باید ژر تر ژره پیل شي دا دوه کارونه ترټولو اړین مارونه دي چې اوسمهال د سولې لپاره د باور فضا رامنځته کولۍ شي،
که د سولي پروسه بریالۍ نشي او حالات هم دا ډول پاتې شيښاييافغانستان د بهران لورته لاړ شي . بازې افغانانو په دې اړه سوشل ميډیا کې ویلي دي چې که چرته اوربند اعلان نشي نو دا به پایداره سولې ته لار هواره نه کړي او ښايي دا د سولې نور هم ځنډ سره مخ کړي نو دواړه خواوې باید اوس د ډېر حکمت نه کار واخلي ترځو سولې لپاره یو داسې فضا رامنځته کړي چې افغانستان پکې یو پایداره سولې ته ورسيږي،