نړیوال خبرونه

زما لپاره د کورونا په نوم د IMF څخه قرض مه اخله

په قیسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کې د حکومت له لوري د پېسو نړيوال صندوق IMF څخه دقرض اخيستلو پر ضد خلکو غږ پورته کړى دى او پوسټونه ېې کړي دي، دويي په خپلو پوسټونو کې حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوى په نوم دې د پېسو له نړيوال صندوق څخه قرض نه اخلي،

افغان دولت غواړي چې د کورونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د پېسو نړيوال صندوق IMF څخه ٢٢٩ ميليونه ډالر پور واخلي، چې دا غوښتنه يې مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم تاييد کړې ده. دغه غوښتنه د ماليې وزارت لخوا ولسي جزګې ته وراندې شوې وه کوم چې اکثریت رایو سره تاید شوه،

دوه ورځې وړاندې ولسي جرګه کې چې کله دغه طرحه تاید شوه شګوفه يې مخالفت وکړ او وې ويل چې د کورونا لپاره له افغانستان سره مرسته شوې پېسې هم په شفاف ډول نه دي مصرف شوي او دا پېسې به هم په شفاف ډول مصرف نه شي.او ټولې به د غلو جېبونو ته لاړې شي،باید اوسمهال قرض ونشي او په مرستو باندې ګزاره وشي،

له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې خلکو د دې پر ضد کمپاين پيل کړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوى په نوم دې د کورونا په بهانه له IMF څخه پور نه اخلي او د دوى راتلونکى نسل دې نه پوروړى کوي.

اي ایم ایف چې نړۍ کې بې ټولو نه غټ د پیسو سازمان دۍ دغه سازمان بې وزله هیوادونو سره کومک کوي او قزضونه هم ورته ورکوي دغه سازمان اوسمهال افغانستان ته هم د کرونا سره مبارزې لپاره قرض ورکوي خو د دغه سازمان شرط دادۍ چې کله دويي مالیه راټولوي باید ددويي شرطونه پکې ومنل شي،

ای ایم ایف ګاونډي هیواد پاکستان ته هم قرض ورکړۍ اوسه پورې ېې دغه قرض ندۍ پوره کړۍ دويي د ۲۰ کالو نه زیات وشو چې پاکستان د ای ایم ایف نه قرض کړۍ دۍ خو لا هم ندۍ ختم شوۍ، پاکستان کې چې کله د نوازشریف حکومت وو نو عمران خان به ورته هروخت دا پيغور ورکووو چې د ن لیګ حکومت د ټولو نه زیات پاکستان قزضداره کړ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button