لوبې

زمبابوې لوبډلې د خپلو لوبډلو د لوبډلمشرانو او روزونکو په ترکیب کې بدلون راوست

کریګ ارون د زمبابوې کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی او تجربه کاره توپ وهونکی سین ویلیمس د ټیسټ لوبډلمشر په توګه پاتې شوی او ریګیس چکابوا به په دریو فارمیټونو کې د مرستیال لوبډلمشر وي.

د راپورونو له مخې، ارون به د ایرلینډ، سکاټلینډ او سریلانکا په راتلونکو سفرونو د لنډ فارمیټ لوبو کې د لوبډلې مشري کوي.

نور یی ولوله | نمیبیا د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

همدا راز د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لانس کلوزنر، چې د افغانستان لوبډلې مشر روزونکی هم و، د زمبابوې د توپ وهنې روزونکی ټاکل شوی او سټوراټ ماتسیکینري به د مرستیال او لال چند راجپوت به د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړي.

د کلوزنر تېره دوره له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې وه، چې له هغې وروسته یې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او له نړیوال شل اوریز جام وروسته یې قرارداد تمدید نه کړ.

همدا راز ماري این مسونډا به د ښځینه لوبډلې مشري وکړي او جوزفین نکومو به یې مرستیاله وي او ګاري برینټ د اډم شیفو پر ځای د ښځینه لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button