ژوند

زکام یا دپوزې وچوالي لپاره باید څه وکړو؟

د ژمي موسم که له یوې خوا له ځان سره نزله، زکام، ټوخی او تبه راوړي نو له بلې خوا د پوستکي د سپوروالي سبب هم کېږي. ځینې کسان د ژمي له موسم څخه خوند اخلي خو د پوستکي له ستونزو هم کړیږي.

د بدن ځینې برخې د ژمي موسم له اغېزو سره مخ کېږي، چې په پایله کې سپوروالی غوره کوي، پوستکی راټولېږي، چې بیا په ګرولو سره آرام مومي. همدا راز په دې موسم کې پوزه او د پوزې هډوکی هم اغېزمن کېږي.

نور یی ولوله | هره ورځ په نهاره یوازې دوه خرما وخورئ ډیرې ګټې لري

دا چې د ژمي په موسم کې خپله پوزه له سړې هوا وساتو، نو اړین ده چې له درملنې سره-سره احتیاطي تدابیر هم غوره کړو او د پوزې له خارښت او سپوروالي ځان وساتو.

که چېرته د پوزې وچوالی لرئ، نو د شپې پرمهال څو څاڅکي د کوپرې تېل په پوزه کې واچوئ. همدا راز د زیتونو تېل هم ورته ګټور وي او د دې لپاره به د زیتونو تېل په ګوته راواخلئ او د پوزې دننه برخه به پرې غوړه کړئ.

د بادامو تېل هم د نمۍ لپاره غوره وي، نو د دې لپاره به د بادامو تېل په پوزه ووهئ نو خارښت به یې غلی شي. د پوزې بندېدل او وچوالی ځورونکې عمل دی، نو په دې حالت کې بخار واخیستل شي نو ستونزه به حل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button