زکیه احمد د ایوریسټ څوکې ته وخته؛ لومړۍ افغانه چې تاریخ یې جوړ کړ

افغانې غرختونکې زکیه احمد، چې د “ریور” په نوم هم پېژندل کېږي، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ماونټ ایوریسټ ته په ختلو سره لومړۍ افغانه ښځه شوه چې دې تاریخي بریا ته رسېږي.
د پاکستان الپاین کلب ویلي، زکیه احمد د پنجشنبې په سهار د نیپالي لارښودانو داوا تنزینګ شیرپا او فوربا ګیالجین شیرپا په ملتیا د ایوریسټ ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې سر ته رسېدلې ده.

زکیه احمد له افغانستانه تر ایوریسټ پورې
اغلې زکیه د بشري حقونو فعاله او افغانه کډواله ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتله او وروسته په استرالیا کې مېشته شوه.
د هغې د ایوریسټ بریا د افغان ښځو او د جګړو ځپلو ټولنو لپاره یو مهم او الهامبښونکی ګام بلل کېږي.
د زکیه احمد بریا پراخ غبرګونونه راپارولي
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کسانو د زکیه احمد بریا ستایلې او دا یې د افغان ښځو د زړورتیا او هڅو څرګند مثال بللی دی.
د هغې ملاتړو ویلي، دې بریا وښوده چې افغانې ښځې د سختو شرایطو باوجود هم لوی هدفونه ترلاسه کولی شي.

ماونټ ایوریسټ لا هم د نړۍ د غرختونکو ستر هدف دی
ماونټ ایوریسټ، چې د نیپال او تبت ترمنځ د هیمالیا غرونو کې موقعیت لري، د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ګڼل کېږي.
سره له دې چې د ایوریسټ ختل له خطرونو او سختو اقلیمي شرایطو ډک دي، خو لا هم هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سلګونه غرختونکي هڅه کوي څو دې څوکې ته ورسېږي.
د زکیه احمد بریا داسې مهال ثبتېږي چې د افغان ښځو د لاسته راوړنو او نړیوال حضور په اړه بحثونه هم زیات شوي دي.




