نړۍ خبرونه

زیلېنسکي او بایډن د واګنر د بغاوت په اړه له یوه او بل سره خبرې کړي

په روسیه کې د واګنر له بغاوت وروسته زیلېسنکي له جوبایډ سره پر همدې اړه خبرې کړي دي

زیلېنسکي دا تیلېفوني خبرې مثبتې او انګېزه ورکوونکې بللې. ښاغلي زېلېنسکي ویلي، دوی اوکرایین ته د امریکا د پوځي ملاتړ، په تېره بیا د لېرې واټن وېشتونکو وسلو په تړاو خبرې کړې.

وړاندې، د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په روسيه کې د روان حالت په اړه غږېدلی، خو دا يې له وخته لېرې بللی چې راتلونکي کې به څه پېښ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندوینه

نوموړي له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، “موږ د روسيې د ولسمشر پوتين په واک کې درزونه وليدل چې پخوا داسې نه وو. ”

د امریکا د بهرنيو چارو وزير په وينا دا مسله له يفګېني پريګوژين سره پيل شوې چې د اوکرايين جګړې اساس يې تر پوښتنې لاندې راوستی او اوس دا په خپله د پوتين لپاره په مستقیمه ننګونه ګرځېدلی دی.

د ښاغلي بلېنکن په وینا، “دا مسئله ډېرې جدي پوښتنې راپورته کوي چې په راتلونکو ورځو کې به يې ځواب وموندل شي.”

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

د امریکا د بهرنيو چارو وزير وويل، ” ۱۶ مياشتې مخکې پوتين د کيېف په دروازو کې و او په دې هڅه کې و چې په څو ورځو کې به دا ښار ونيسي او دا هېواد به له نقشې لېرې کړي خو اوس هغه بايد د خپلې جوړې کړې ملېشې پر وړاندې د روسيې د پلازمېنې مسکو دفاع وکړي.”

روسيې تراوسه د انتوني بلېنکن د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې وړ ده چې د واګنر ځواکونو د روسيې سرحدي ښار روستوف څخه بېرته د وتلو بهير پيل کړی.

ولې د واګنر ډلې د مسکو پر لور حرکت ودراوه

د واګنر ډلې مشر يفګېني پريګوژين وايي، خپلو جنګياليو ته يې ويلي چې اوکرايين ته بېرته ستانه شي تر څو د وينې تويولو مخه ونيول شي.

روسیه د یفګیني پرېشګوژین جنګیالي نه محاکمه کوي

روسيه وايي پر واګنر ملېشې لګېدلي تورونه يې بېرته اخیستي او یفګيني پرېګوژین به بېلاروس ته لاړ شي او جنګیالي به يې نه محاکمه کېږي.

واګنر يوه شخصي ملېشه ده چې په اوکرايين کې د روسیې تر څنګ جنګېږي. په دې وروستيو کې د واګنر ډلې د مشر او د روسيې پوځي مشرتابه تر منځ د جګړې د څرنګوالي په اړه تاوتريخوالی زيات شو.

د دوی تر منځ شخړه د تېرې شنبې په ورځ هغه مهال پيل شوه چې د واګنر جنګياليو په اوکرايين کې له خپلو کمپونو څخه د روسیې جنوبي ښار روستوف ته ننوتل او د روسيې د پلازمېنې مسکو پر لور يې حرکت پيل کړ.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button