سبا افغانستان د زمبابوې سره شل اوریزه لوبه کوي
سبا افغانستان د زمبابوې سره شل اوریزه میچ ترسره کوي د٢ ټېسټ لوبو لړۍ تر مساوي کېدو وروسته د افغانستان او زمبابوې ټیمونو ترمنځ به د ٣ نړيوالو شل اوريزو یا T20 لوبو لړۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.
دا مېچونه چې د ابوظهبۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي، سبا به لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي.افغانستان دوه ورځې وړاندې ١٥ کسيزه لوبډله د دې سياليو لپاره اعلان کړې وه، چې پرون يې پکې پنځه لوبغاړي نور هم ورزيات کړل او ټول ٢٠ کسيزه سکواډ شو.لوبغاړي وای د میچونو لپاره ېې مورال اوچت دی او ښای ښه لوبه وشي.
افغانستان او زمبابوې په ٢٠١٩ کال کې دوه نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې افغانستان د ٢٨ منډو په توپير بريا خپله کړې وه او په بله لوبه کې زمبابوې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.د زمبابوې لوبډله هم ډېره په مورال کې ده او هغوی هم وای چې کېدایشي ښه مېچونه تر سره کړي.
همدا رنګه په ٢٠١٨ کال کې هم افغانستان او زمبابوې ٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې افغانستان د ٥ ويکټو په توپير او په دويمه لوبه کې افغانستان د ١٧ منډو په بدل کې بريا خپله کړې وه.او په دغه لوبه کې هم افغانستان ښه پرفامنس ښودلی وو.
اوسمهال دواړو لوبډولو مورال اوچت دی او ښای دواړه ټیمونه به دا هڅه کوي چې ښه پر فامنس وښای.بلخوا د افغانستان تماشیان هم دغه میچ ته ښه په تمه دي او ښای په ډېره اندازه خلک پکې ګډون وکړي.خو لا هم معلومه نده چې ایا حکومت به ګراونډ ته د تګ اجازه ورکړي او که نه.