ځایی

سبا او بل سبا په افغانستان کې د واورې او بارونونو د اورېدو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې د واورې او بارانونو د اورېدو اټکل کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د بې روګارۍ، بې کارۍ، ځوړ اقتصاد او نورو بحرانونو تر څنګ ګڼ هېوادوال وچکالۍ هم وځپل.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د جمعې او شنبې په ورځو د (سلواغې په ۱۳مې او ۱۴مې) د درنې واورې او شړکنده بارانونو اټکل کېږي چې ورسره د سېلابونو د راوتلو وېره هم شته.

د بارانونو د اورېدو کچه

د دغې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي، چې د باران کچه به له ۱۰ ملي مترو څخه تر ۳۵ ملي مترو وي او د واورې په اړه هم ویل شوي چې له ۱۵ څخه تر ۴۵ سانتي پورې به وورېږي.

weather!

دغې ادارې ویلي، د دغې واورې او باران له امله د سېلابونو راوتلو اټکل هم کېږي چې تر ډېره به په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل او پروان ولایتونو کې راووځي.

وچکالۍ ته د خلکو اندېښنې

لوگر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، دایکندی، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني او سمنګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د هوا ورته اټکل په کې شوی دی.

نور ولولئ: د افغانستان بد اقتصادي وضعیت؛ اقتصاد یې ۲۷ سلنه په ځوړ روان دی

نور ولولئ: طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

سږنی ژمی په افغانستان کې واورې بارانونه کم ورېدلي، چې له امله یې ګڼ خلک له دې امله د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اندېښنه کې دي.

هند د نړۍ په کچه ډېر واورین پړانګان لري

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ارزونو له مخې، دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمنونکی هېواد دی.

په هېواد کې کروندګر او مالدران اندېښنه لري چې که په افغانستان کې وچکالي همداسې دوام وکړي، نو دوی به څاروي له لاسه ورکړي او په کافي اندازه به غله-دانه تر لاسه نه کړای شي.

د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه خپل وروستي حد ته رسېدلي او پر یوه بحران بدلېدونکې ده. پر طالب رژیم د شنونکو نیوکه داده چې دوی هېڅکله خلکو ته د کار پیدا کولو او د غربت له منځه وړلو لپاره برنامه نه لري او دغه بحران ورته جدي نه ښکاري.

خو طالبان بیا وايي چې دوی خلکو ته کار پیدا کړی او لا هم په دغه برخه کار کوي.

په افغانستان کې ورځ تر بلې د فقر او غربت بحران زیاتېږي او خلک له دغه حالته راضي نه ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button